بازتاب نیوز

سوماليې کې چاودنې اتيا کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د سوماليې په جنوبي ښار کسمايو کې پر يوه مشهور هوټل د «الشباب» ډلې بريد کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوی او ۵۶ نور  ټپيان دي.

«اې ايف پي» خبري اژانس د سومالي چارواکو له قوله ليکلي، بريدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د «المدينه هوټل» پر ودانۍ ورننويستی او چاودنه يې ورکړې ده.

له موټر بم وروسته هوټل ته نور بریدګر ننوتي او هلته يې پر خلکو ناتاره  ډزې پيل کړي دي.

د ۲۰۱۲ کال راهيسې، چې کسمايو ښار د الشباب ډلې له لاسه وتلی، نننی بريد يې تر ټولو خونړی بلل شوی دی.

د راپورونو له مخې په وژل شوو کسانو کې يو شمېر بهرني خبريالان هم شامل دي.

د سوماليې د نيمه خپلواکې سيمې «جوبالينډ» ولسمشر احمد محمد اسلام خبريالانو ته ويلي، په وژل شوو کې درې کينيايي، درې تنزاني، دوه امریکايي، يو برتانوی او يو کاناډايی شامل دي.

د محمد اسلام په وينا په ټپيانو کې دوه چينايي اتباع هم شامل دي.

بريد پر هغه هوټل شوی، چې راتلونکي اګسټ مياشت کې د جوبالينډ د ولسمشريزو ټاکنو لپاره په کې غونډې روانې وې او له همدې امله هره ورځ دغه هوټل ته ګڼ شمېر سياستوال او پېژندل شوې څېرې ورځي.

ځايي چارواکو ويلي، په چاودنه کې د ولسمشريزو ټاکنو يو نوماند هم وژل شوی دی.

له پېښې وروسته سيمه د پولیسو له لوري محاصره ده او پوځيانو د مشکوکو بریدګرو پر خلاف عمليات روان کړي دي.

د سومالي رسنیو په وينا د پېښې مسؤوليت له القاعدې پورې اړوند الشباب ډلې منلی دی.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/148053/%D8%B3%D9%88%D9%85%D8%A7%D9%84%D9%8A%DB%90-%DA%A9%DB%90-%DA%86%D8%A7%D9%88%D8%AF%D9%86%DB%90-%D8%A7%D8%AA%D9%8A%D8%A7-%DA%A9%D8%B3%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%AA%D9%87-%D9%85%D8%B1%DA%AB-%DA%98%D9%88%D8%A8/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading