بازتاب نیوز

د بادغيس پر امنيه قومندانۍ د طالبانو بريد پای ته ورسېد

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د بادغيس ولايت چارواکي وايي چې ددې ولايت پر امنيه قومندانۍ د طالبانو بريد چې نن غرمه مهال پيل شوی و؛ ماښام پای ته ورسېد.

د بادغيس د والي وياند نجيب الله دادفر رسنيو ته ويلي دي چې دغه بريد چې د درې بريد ګرو له لوري پيل شوی و او پنځه ساعته يې دوام وکړ په نتيجه کې يې څلور امنيتي سرتيري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د بادغيس والي عبدالغفور ملکزي ویلي دي چې د بريدګرو هدف د ولايت مقام و خو په وينا يې چې امنيتي ځواکونه لا له وړاندې له بريد څخه خبر وو.

د بادغيس د ولايتي شورا رئيس عبدالعزيز بيګ وويل چې بريدګر لومړی په امنيتي سرتيرو ډزې وکړې او له هغې وروسته د والي دفتر ته څېرمه يوه هوټل ته ننوتل او له هغه ځایه يې په دولتي ودانيو بريدونه پيل کړل.

د طالبانو وياند قاري محمد یوسف احمدي څو شيبې وړاندې په خپل ټويټر وليکل چې د بادغيس پر امنيه قومندانۍ بريد پای ته رسېدلی دی چې په نتيجه کې يې د پنځو کمانډويانو او د دريمې حوزې د امر يوسف اخګر په ګډون يې ۲۵ عسکر وژلي دي او ګڼ شمير نور عسکر ټپيان شوي دي.

احمدي ويلي دي چې په دې بريد کې دوه تنو طالب سرتيرو برخه اخيستې وه.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/148050/%D8%AF-%D8%A8%D8%A7%D8%AF%D8%BA%D9%8A%D8%B3-%D9%BE%D8%B1-%D8%A7%D9%85%D9%86%D9%8A%D9%87-%D9%82%D9%88%D9%85%D9%86%D8%AF%D8%A7%D9%86%DB%8D-%D8%AF-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%A8%D8%B1/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading