بازتاب نیوز

عبدالرشید دوستم د ولسمشر له اجازې پرته، د طالبانو د ځپلو په موخه جوزجان ته تللی

٢٣ چنګاښ ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال ستر جنرال

عبدالرشید دوستم، د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه له هغه وروسته د جګړې کرښې

ته د ورتګ پرېکړه کړې چې د وسله والو طالبانو له لوري د قوش تیپې ولسوالۍ ونیول

شوه او د جوزجان ولایت امنیت له ترینګلتیا سره مخ شو.

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم دا ځل په جوزجان ولایت کې د ولسمشر او ملي امنیت شورا له اجازې پرته د جګړې کرښې ته ورغلی دی.

د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج وايي، د ولسمشر لومړی مرستیال او د ملي جنبش ګوند مشر د جوزجان ولایت د امنیت د کابو کولو په موخه  د اقچې، خانقا او فیض اباد ولسوالیو په عملیاتو

کې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره یاد

ولایت ته تللی دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم له اوږدې مودې راهیسې په

حکومتي ناستو کې ګډون نه کوي، د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره جوزجان ولایت ته

تللی دی.

دا په داسي حال کې دی چې تر دې مخکې هم

د ملي يووالي حکومت په لومړیو کې ښاغلي دوستم

 جوزجان او فاریاب ولایتونو ته د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه تللی وو خو ده هغه مهال ویلي وو چې،

د ولسمشر او د ملي امنیت شورا په مشوره

یې په عملیاتو کې برخه اخیستې ده.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/21436

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading