بازتاب نیوز

د دارالامان د اداري كمپلېكس ساختماني كار پیل کېږي

٢٣ چنګاښ ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د ښار جوړونې وزارت چارواكي وايي، د كابل ښار د دارالامان د اداري كمپلېكس د ځمكې د استملاك، ډيزاين او نقشې چارې بشپړې شوي او ټاكل شوې نن يې ساختماني كار په رسمي توګه پيل شي.

د دغه وزارت وياند حشمت الله ناصري ويلي، ياد اداري كمپلېكس د يوه غوره ساختماني شركت له لوري ډيزاين شوى او ساختماني كار يې د جمهوري رياست د عملياتي ادارې لخوا مخته وړل كېږي.

د نوموړي په خبره، د دارالامان د اداري كمپلېكس لومړى فاز به په راتلونكو پنځو كلونو كې بشپړ شي.

د يادونې وړ ده، چې د دې اداري كمپلېكس تر جوړېدو وروسته به د وزارتونو، خپلواكو ادارو او عدلي او قضايي ارګانونو په ګډون ۲۷ دولتي ادارې دارالامان ته ولېږدول شي.

 

The post د دارالامان د اداري كمپلېكس ساختماني كار پیل کېږي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/07/14/%D8%AF-%D8%AF%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%85%D8%A7%D9%86-%D8%AF-%D8%A7%D8%AF%D8%A7%D8%B1%D9%8A-%D9%83%D9%85%D9%BE%D9%84%DB%90%D9%83%D8%B3-%D8%B3%D8%A7%D8%AE%D8%AA%D9%85%D8%A7%D9%86%D9%8A-%D9%83/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading