بازتاب نیوز

میدان وردګ:ګډو ځواکونو یو ځل بیا «۷» تنه عام وګړي وژلي/انځورونه

٢٣ چنګاښ ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۳چنګاښ ۱۳۹۸ل):د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍپه څلور کلیو باندې د ګډ وځواکونو د چاپې په پایله کې له درانه مالي زیان سره، سره «۱۵» تنه هم وژل شوي.

له میدان وردګو ولایت څخه یوې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل، چاپه تېره شپه د جغتو ولسوالۍ په لاغریو، کمال خېلو، چوپان او بلندخېلو کلیو باندې اچول شوې چې په پایله کې یې د ۸ تنو طالب جنګیالیو په ګډون ۷ تنه عام وګړي وژل شوي.

سرچینه زیاتوي، په وژل شویو عامو وګړو کې څلور وروڼه او دوه نور میلمانه شامل دي چې په ډېر وحشت سره وژل شوي.

د سرچینې په خبره، له دې سره، سره ګډو ځواکونو د خلګو د کورونو دروازې په بمونو الوزولې، موټرسایکل او موټرونو ته یې اور ورته کړی او په یو شمېر کورونو کې یې د تلاشي په مهال څاروي هم ویشتلي.

یاده دې وي چې یوازې په تېرو دوو اونیو کې په وردګو ولایت کې د ګډو ځواکونو په چاپو کې تر ۱۶ زیات عام وګړي وژل شوي، خو هیڅ حکومتي ارګان یې په تړاو ځان پړ نه دی بللی او نه یې هم د قربانیانو له کورو سره خواخوږي ښودلې.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/148103/%D9%85%DB%8C%D8%AF%D8%A7%D9%86-%D9%88%D8%B1%D8%AF%DA%AB%DA%AB%DA%89%D9%88-%DA%81%D9%88%D8%A7%DA%A9%D9%88%D9%86%D9%88-%DB%8C%D9%88-%DA%81%D9%84-%D8%A8%DB%8C%D8%A7-%DB%B7-%D8%AA%D9%86%D9%87/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading