بازتاب نیوز

ناپیژانده کسانو پکتیا کې د یوې سیمه ییزې راډیو”گردېز عږ” د ادبي خپرونو مسول وژلی

٢٣ چنګاښ ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د

ګردیز غږ راډیو خپرونو مسول امین الله امیري وایي نادر شاه صاحب زاده، د جمعې په ماښام (د چنګاښ په

۲۱مه) نادرکه او نن شنبه (د چنګاښ په ۲۲مه) یې مړی د مرکز ګردېز اړوند پیر

باغ سیمه کې موندل شوی دی. 

امیري زیاتوي، نادرشاه صاحبزاده په

ګردېز غږ

راډیو کې د ادبي خپرونو چلونکی وه او په خبره یې کومه شخصي دښمني یې هم نه لرله.

د پکتیا امنیه قومنداني

ویاند سردار ولي تبسم ویلي چې د پیښې په تړاو یې پلټنې

پیل کړې.

دا لومړی ځل دی چې په پکتیا

کې د یوې سیمه‎ییزې رسنۍ کار کوونکی وژل کېږي، خو د افغانستان خبریالانو

مرکز د معلوماتو پر بنسټ د شمېرو له مخې  په

روان ۱۳۹۸ زیږدیز کال کې په افغانستان کې د رسنیۍ ۶ تنه خبریال او د رسنیو کار

کوونکي وژل شوي دي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/21442

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading