بازتاب نیوز

په چين كې يو بل كاناډايي وګړى نيول شوى

٢٣ چنګاښ ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د کاناډا حكومت وايي، د چین په یانتای ښار کې يو بل كاناډايي وګړى نیول شوی دی.

سرچينې د دغه نیول شوي کس په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي او دا هم معلومه نه ده، چې د هغه قضیه په چین كې د ۱۹ نیول شوو كاناډایي وګړو په موضوع پورې تړاو لري او که نه.

د چین او کاناډا ترمنځ اړیکې د منګ وانژو تر نیول کېدو وروسته ترینګلې شوې.

تر دې وروسته دوه کاناډایي وګړي په چین کې د معلوماتو د غلا كولو په تور ونیول شول.

 

The post په چين كې يو بل كاناډايي وګړى نيول شوى appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/07/14/%D9%BE%D9%87-%DA%86%D9%8A%D9%86-%D9%83%DB%90-%D9%8A%D9%88-%D8%A8%D9%84-%D9%83%D8%A7%D9%86%D8%A7%DA%89%D8%A7%D9%8A%D9%8A-%D9%88%DA%AB%DA%93%D9%89-%D9%86%D9%8A%D9%88%D9%84-%D8%B4%D9%88%D9%89/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading