بازتاب نیوز

د ایران د بهرنیو چارو وزیر نیویارک ته تللی

٢٣ چنګاښ ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د واشنګټن او تهران د اړيکو د ترينګلتيا په اوج کې د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف نيويارک ته تللى دى.

د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، ظريف به د ملګرو ملتونو په يوه غونډه کې ګډون وکړي.

په دې غونډه كې له ګډون پرته په امريکا كې د ظريف د کاري پروگرام په اړه نور جزيات تراوسه نه دي خپاره شوي.

د نوموړي دا سفر وروسته له هغه دى، چې د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا ايران ته د احتياط كولو خبردارى وركړ.

ټرمپ په سپينه ماڼۍ كې خبريالانو ته وويل، غوره به وي، چې ايران احتياط وكړي او په وينا يې، دغه هېواد پر ډېرې خطرناكې لارې روان دى.

The post د ایران د بهرنیو چارو وزیر نیویارک ته تللی appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/07/14/%D8%AF-%D8%A7%DB%8C%D8%B1%D8%A7%D9%86-%D8%AF-%D8%A8%D9%87%D8%B1%D9%86%DB%8C%D9%88-%DA%86%D8%A7%D8%B1%D9%88-%D9%88%D8%B2%DB%8C%D8%B1-%D9%86%DB%8C%D9%88%DB%8C%D8%A7%D8%B1%DA%A9-%D8%AA%D9%87-%D8%AA%D9%84/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading