بازتاب نیوز

چارواکي: په میدان وردګو کې د طالبانو د سرې قطعې ۲۴ جنګیالي وژل شوي

٢٣ چنګاښ ١٣٩٨ خبر تلویزیون یک

2019-07-14 | 6 دقيقه مخکې

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې شپني عمليات کړی چې په ترڅ کې یې د وسله والو مخالفینو د سرې قطعې ۲۴ کسان وژلي دي.

د میدان وردګ ولایت د رسنیو دفتر د خبرپانې له مخې، افغان ځواکونو د کشفي ارګانونو او سيمې څخه د لومړنيو معلوماتو له مخې د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ په بلند خېل، کمال خېل او چوپان کليو کې تېره شپه شپني عمليات شوي چې په پایله کې يې د وسله والو مخالفینو د سرې قطعې ۲۴ کسان وژلي او دری شکمن کسان له ځانه سره وړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په یادو عملیاتو کې یو شمېر لایزرې وسلې هم د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

بلخوا وسله وال طالبان وایي، په جغتو کې د افغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

1TVNews.af

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/38818-2019-07-14-05-59-32

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading