بازتاب نیوز

د دارالامان د اداري كمپلېكس جوړولو كار پيل شو

٢٣ چنګاښ ١٣٩٨ د كليد ګروپ

جمهور ریيس محمد اشرف غني نن د كابل ښار د دارالامان اداري كمپلېكس د جوړېدو د بنسټ ډبره كېښوده.

هغه په دې اړه په جوړو شوو مراسمو كې وويل، د ياد اداري كمپلېكس د ساختماني كار تر بشپړېدو وروسته به ټولې دولتي ادارې دارالامان ته ولېږدول او د ښار مركز به كابل ښاريانو ته وسپارل شي.

جمهور رئيس غني د دارالامان اداري كمپلېكس د جوړولو يو هدف د كابل ښار د څېرې بدلول وبلل.

د دارالامان اداري كمپلېكس لومړى فاز به په راتلونكو پنځو كلونو كې بشپړ شي.

د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دې اداري كمپلېكس تر جوړېدو وروسته به د وزارتونو، خپلواكو ادارو او عدلي او قضايي ارګانونو په ګډون ۲۷ دولتي ادارې دارالامان ته ولېږدول شي.

 

The post د دارالامان د اداري كمپلېكس جوړولو كار پيل شو appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/07/14/%D8%AF-%D8%AF%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%85%D8%A7%D9%86-%D8%AF-%D8%A7%D8%AF%D8%A7%D8%B1%D9%8A-%D9%83%D9%85%D9%BE%D9%84%DB%90%D9%83%D8%B3-%D8%AC%D9%88%DA%93%D9%88%D9%84%D9%88-%D9%83%D8%A7%D8%B1/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading