بازتاب نیوز

ولسمشر غني د دارالامان د اداري کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده

٢٣ چنګاښ ١٣٩٨ خبر تلویزیون یک

به دری بخوانید2019-07-14 | 25 دقيقه مخکې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني  نن یکشنبه د کابل ښار اړوند دارالامان سیمه کې د دولتي ادارو د لومړني کمپلکس د اساس بنسټ ډبره کېښوده.

ولسمشر اشرف غني د دغه کمپلکس د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، د دې کمپلکس په جوړېدو سره به ټولې دولتي ادارې د ښار څخه راټولې او د پوره همغږۍ له مخې به خپلې چارې پرمخ وړي.

د افغان دولت د معلوماتو له مخې، دغه کمپلکس پر ۵۰ هکتاره ځمکه باندې جوړیږي، چې نژدې ۱۲ میلیارډه افغانۍ لګښت به ولري او د ۲۰ کلونو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

ولسمشر غني وویل، مونږ د هېواد هغو هیلو ته رسېدو په حال کې یوو چې، د هېواد د خپلواکۍ اتل امیر امان الله خان یې هیله لرله.

نوموړي همدارنګه وویل، اوس ددې اړتیا ده چې کابل میشتو ته د کابل راتلونکی تصویر وړاندې کړو او زیاته یې کړه چې، د دغه کمپلکس په جوړېدو سره به د افغانستان پلازمېنه بېرته خلکو ته سپارل کېږي.

ولسمشر غني وویل: «داسې کابل غواړم چې د سیمې هېوادونو په پلازمینو کې به شاعرانو په شعرونو کې ستاییلو.داسې کابل غواړم چې بابر غوښتل چې، له هندوستان نه یې جسد ورته راوړل شي.»

نوموړي همدارنګه وویل چې، د دارالامان د اداري کمپلکس په جوړېدو سره به د دولتي ادارو په کیفیت کې مهم بدلونونه رامنځ ته شي او وزارتونه به خپلو مسولیتونو ته رسیدنه وکړای شي.

هغه وویل:« اصلي ټکی دا نه دی چې دولتي چارې دې په مفشنو یا عصري ودانیو کې تر سره شي، هدف دادی چې دغه ودانۍ خلکو ته د خدمت وړاندې کولو و وسیله وګرځي، خو که چیري د حکومتدارۍ کیفیت خراب وي، دا د ویاړ ځای نه بلکې د شرم سبب ګرځي.»

په ورته وخت کې د افغانستان د ښار جوړونې او اراضي وزارت سپرست جاوید احمد پیکار وویل، چې په دارالامان کې ادارې کمپلکس کې ۲۷ بابه دولتي ودانۍ جوړیږي، چې په لومړي پړاو کې ۱۳ او دوهم پړاو کې یې ۱۴ دولتي ادارې شاملې دي او په وینا یې چارې به یې په دوو پړوانو کې بشپړیږي.

1TVNews.af

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/38822-2019-07-14-10-37-14

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading