بازتاب نیوز

کندهار کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۱۲ طالب وسله وال وژل شوي

٢٣ چنګاښ ١٣٩٨ خبر تلویزیون یک

په پښتو ولولئبه دری بخوانیدRead in English2019-07-14 | 8 دقيقه مخکې

بهرنیو ځواکونو د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر دوو موټرونو هوایي بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار د امنیه قومندان سکرتر قسیم ازاد وویل، چې دغه وسله وال طالبان د چنار پوستې د سقوط لپاره روان وو چې، هوایي بریدونه پرې شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه پدې اړه څه نه دي ویلي.

دې ته ورته افغان ځواکونو تېره شپه د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې په دوو جلا عملیاتو کې ۱۵ طالب وسله وال وژلي او ۶ نور ټپیان کړي دي.

د یاد ولایت چارواکي وایي، په یادوعملیاتوکې افغان ځواکونو او ملکیانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا د غزني ولایت د پولیسو د انجینرۍ او ماینونو خنثی کولو د برخې مشر دویم څارن زړګی چې، دوې ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو لخوا د ځای پر ځای شوي ماین د خنثی کولو پرمهال ټپی شوی و، نن یکشنبه یې په روغتون کې ساه ورکړه.

1TVNews.af

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/38825-2019-07-14-11-24-21

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading