د باميانو سيمه‌ييز چارواکي وايي، د دې ولايت د امنيې قومندانۍ د پوليسو د ټولي قومندان او د جلب او جذب قومندان د اختر په دویمه ورځ د پوليسو د يادې قومندانۍ په مېلمستون کې پر يوې ښځې">

بازتاب نیوز

د باميانو دوه لوړپوړيو امنيتي چارواکيو د اختر په دويمه پر يوې ښځې جنسي تېری کړی

٢٣ زمری ١٣٩٨ سلام وطندار

د باميانو سيمه‌ييز چارواکي وايي، د دې ولايت د امنيې قومندانۍ د پوليسو د ټولي قومندان او د جلب او جذب قومندان د اختر په دویمه ورځ د پوليسو د يادې قومندانۍ په مېلمستون کې پر يوې ښځې جنسي تېری کړی دی.

د بامیانو امنيې قومندان محمد صادق مرادي سلام‌وطندار ته وويل، د دې ولایت د پوليسو د ټولي قومندان محمدسالم او د جلب او جذب قومندان بصیر بلوچ د دې کار له ترسره کولو وروسته  تېښتېدلي او د ټلفونونو شمېرې يې هم بندې دي.

 مرادي زياتوي، محمد سالم او بصیر بلوچ له دې وړاندې هم جرمي دوسيې لرلې.

امنيتي مسوولان وايي، د جنسي تېري قرباني شوې مېرمن له پولیسو سره ده او د ملي امنيت، د بشر د حقونو د کمېسيون، د ولایت مقام او د امنيې قومندانۍ له لوري ګډ هيت دې قضيې لپاره ټاکل شوی او څېړنې روانې دي.

د دې راپور نور جزیات به وروسته خپاره شي.

اصلي اړیکې: http://swn.af/pashto/Article.aspx?a=49449

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading