د لسګونو نورو طالب بندیانو د خوشې کېدو ترڅنګ د ولسمشر محمد اشرف غني په امر ۳۵ نور طالبان هم د ملي امنیت له بنده خوشې شول.
هڅه مو وکړه د خوشې شويو له پنځو تنو سره خبرې وکړو، خو له ډلې">

بازتاب نیوز

خوشې شوي طالب بندیان څه وايي؟

٢٣ زمری ١٣٩٨ سلام وطندار

د لسګونو نورو طالب بندیانو د خوشې کېدو ترڅنګ د ولسمشر محمد اشرف غني په امر ۳۵ نور طالبان هم د ملي امنیت له بنده خوشې شول.

هڅه مو وکړه د خوشې شويو له پنځو تنو سره خبرې وکړو، خو له ډلې يې يو تن هم مرکې لپاره حاضر نه شو او زموږ اړيکه د دوی د دوه تنو د کورنيو له غړيو سره وشوه چې د دوی له خبرو داسې ښکارېده چې دغه دوه تنه نشته او ښايي بېرته طالبانو سره يو ځای شوي وي.

دوه تنه يې کورنۍ ته ورغلي. د طالبانو يو پخوانی غړی نازک‌ مير چې يو نيم کال په بند کې و، وايي، شخصي دښمنۍ اړ کړ چې له طالبانو سره يو ځای شي. نوموړی زياتوي: « د ځمکې د دعوې لپاره طالبانو سره يو ځای شوم او سړی چې مجبور شي د هر کار کولو ته لاس اچوي.»

هغه دوه مېرمنې لري او ۹ اولادونه او پنځه نور يې د ورور يتيمان چې څو مياشتې وړاندې يې ورور له طالبانو سره په ليکه کې ووژل شو. د نازک مير اولادونه او ورېرونه يې ښوونځي ته نه ځي او دا کورنۍ د نازک مير له  زنداني کېدو سره له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې ده.

نازک مير وايي، اوس يې ښوونځي او زده کړو ته ليدلوری بدل شوی، اوس يې خوښېږي چې اولادونه يې زده کړې وکړي او بې سواده پاتې نه شي. «سړی چې درس ونه وايي، ړوند دی، ته وګوره موږ چې درس نه دی ویلی څه مو وکړل؟»  

امنيتي ځواکونو فاریاب کې پنځه کاله وړاندې يو ځوان چې لونګۍ يې پر سر وه او د طالبانو په ليکو کې و ونيوه. هغه وايي، په تېرو پنځو کالونو کې يې هېچا پوښتنه نه ده کړې، « له هغه وخته چې خوشې شوی يم هم مې چا احوال نه دی اخيستی او حتا چا راته ونه ویل چې ته څوک يې؟»

هغه د درې اولادونو پلار دی چې بچيان يې له زده کړو محروم وو/ دي. شمس‌الدین په زندان کې د خپل وضعيت په اړه وايي: « ټول تېر شول او لاړل او ښه ده چې تېر شول.»

د افغانستان له زندانونو د طالب بنديانو له خوشې کېدو سره هم مهاله په دوحه کې د امريکا او طالب استازيو ترمنځ اتم پړاو خبرې روانې وې. دا خبرې اترې د طالب مسوولانو په وينا ګتورې وې، خو وروستئ هوکړې ته لا نه دي رسېدلي.

اوس مهال د افغانانو اندېښنه دا ده چې هسې نه له زندانه ازاد شوي طالبان يو ځل بيا د وسله‌والو طالبانو ليکو ته لاړ شي او وسله واخلي.

اړوند مطالب:
د ملي امنیت له بنده ۳۵ طالبان خوشې شول

اصلي اړیکې: http://swn.af/pashto/Article.aspx?a=49450

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading