جوزجان کې یو شمېر بې‌وزله مېرمنې وايي، په خیاطۍ او کرونده کې د کار کولو او مالدارۍ له لارې له دوو سوو نه تر ۵ سوو پورې عاید لري چې د ماشومانو پر ښوونې او روزنې او د ژوند پر نورو چارو">

بازتاب نیوز

جوزجانۍ مېرمنې څه ډول خپل ماشومان ښوونځي ته لېږي؟

٢٣ زمری ١٣٩٨ سلام وطندار

جوزجان کې یو شمېر بې‌وزله مېرمنې وايي، په خیاطۍ او کرونده کې د کار کولو او مالدارۍ له لارې له دوو سوو نه تر ۵ سوو پورې عاید لري چې د ماشومانو پر ښوونې او روزنې او د ژوند پر نورو چارو یې لګوي.

یوشمېر جوزجانۍ مېرمنې چې د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار ته څېرمه په یوه کلي کې اوسېږي وايي، سره له دې چې بې‌وسه دي، خو د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې لپاره له سهار تر بېګاه درانه کارونه او خیاطي کوي او هغوی ښوونځیو ته لېږي.

د دغه کلي یوې اوسېدونکې دلبرخال چې ۳۵ کاله عمر لري سلام‌وطندار ته وویل، تېر شوی ژوند یې تر بل هر چا په سختیو او ستونزو کې تېر کړی دی.

نوموړې وایي، مخکې یې خاوند یو زرنج چلوه او اوس په خپله په کرونده کې کار کوي چې له همدې لارې د خپلو ماشومانو د ښوونې او روزنې اسانتیاوې او د ژوند نورې چارې تنظیم او برابروي.

دلبرخال زیاتوي، هېڅوک ورسره مرسته نه کوي او دوی اړ دي چې د خپلو ماشومانو د راتلونکې جوړولو لپاره سختۍ وګالي او هغوی تر یوه ځایه ورسوي.

په همدې حال کې یوه بله ۲۷ کلنه مېرمن عادله چې یوه شېبه هم بې‌ تار، ستنې او جامو نه تېروي او له همدې لارې د ورځې ۵۰۰ افغانۍ عاید لري وايي، هڅه کوي چې په خپل زیار سره د ماشومانو د ښوونې او روزنې بهیر او د ژوند نورو چارو ته ورسېږي.

اړوند مطالب:

جوزجان؛ ښځې او ماشومان نشه‌يي توکي پلوري

فاریاب؛ ښځې له چادرۍ سره ورزش کوي

د جوزجان د ښځو چارو رییسه مسلمه غني‌زاده د جوزجاني ښځو د دغه کار د ستاینې ترڅنګ، ژمنه کوي چې ورسره هر ډول مرستو ته چمتو ده.

د غني‌زاده په وینا، له همکارو او مرستندویه بنسټونو سره په همغږۍ د ښځو د پیاوړتیا پروګرامونه په پام کې لرو چې په نږدې راتلونکې کې به عملي شي.

هغه وايي، مخکې به ښځو د خپلو بچیانو پر ښوونې او روزنې اغېز نه درلود، خو اوس په مستقیم ډول له هغوی سره مرسته کوي چې دا یو ښه پرمختګ او لاسته‌راوړنه ده.

د جوزجان والي لطف‌الله عزیزي هم وايي چې د بې‌وزله مېرمنو د همکارۍ او لاسنیوي لپاره ځايي اداره هېڅ ډول هڅې نه سپموي.

د نوموړي په وینا، ځايي اداره تل هڅه کوي چې د دغه ولایت د ښځو لپاره ډېرې کاري اسانتیاوې برابرې کړي.

د جوزجان د محلي مسوولانو د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې ډېری ښځې پر درنو کارونو او کروندو کې پر کار بوختې دي چې له دې لارې د خپلې کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي او د خپلو ماشومانو په ښوونه او روزنه کې ونډه اخلي.

اصلي اړیکې: http://swn.af/pashto/Article.aspx?a=49455

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading