په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه اتم پړاو خبرې درې ورځې وړاندې پای ته ورسېدي.

په">

بازتاب نیوز

د امریکا او طالبانو هوکړه لا نه‌ده وروستۍ شوې

٢٣ زمری ١٣٩٨ سلام وطندار

په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه اتم پړاو خبرې درې ورځې وړاندې پای ته ورسېدي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وسلام‌وطندار ته وویل، د امریکايي او طالب استازیو ترمنځ د سولې اتم پړاو خبرې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال‌وېش ور ټولې وې.

د هغه په وینا، دا مهال دواړه خواوې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال‌وېش د تطبیق په اړه له خپلو مشرانو سره سلامشورې کوي او بیا به پرېکړه کېږي چې بیا ځلي پر یادو موضوعاتو بحث وکړو او که یې وروستي کړو.

شاهین زیاتوي، د طالبانو او امریکايي استازيو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک نږدې ۸۰ سلنه وروستی شوی دی.

په همدې حال کې سیاسي شنونکی اکرم عارفي سلام‌وطندار ته وویل، تراوسه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال‌وېش پر دوو برخو چې د مهال‌وېش، د افغانانو کورنۍ هوکړه او د راتلونکي دولت څرنګوالی په‌کې شامل دی، هېڅ ډول هوکړه نه‌ده شوې.

اړوند مطالب:

د امریکا او طالبانو اتم پړاو خبرې پای ته ورسېدې

ولسمشر غني: اوسنی حکومت د سولې په اړه پرېکړه نه شي کوی

د هغه په وینا، د وروستي کېدو او بشپړې جمع‌بندۍ لپاره باید هره خوا یوې ملموسې پایلې ته ورسېږي.

عارفي زیاتوي، د امریکا او طالب استازیو دغه خبرې چې اوس وروستۍ پړاو ته نږدې شوي، د حساسیت رامنځته کېدو لامل شوي دي.

بله‌خوا د ولسمشر محمداشرف غني دویم مرستیال سرور دانش په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې وروستۍ شوې او د افغان دولت او طالب استازیو ترمنځ خبرې به له ولسمشري ټاکنو وروسته پیل شي.

اصلي اړیکې: http://swn.af/pashto/Article.aspx?a=49460

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading