په بلخ کې یو شمېر ځوانان او فرهنګیان په دې ولایت کې د مطالعې د فرهنګ په کموالي اندېښنه څرګندوي او وايي، اړتیا ده چې په اوسنیو شرایطو کې د ځوانانو لپاره کتاب او کتاب لوستنې ته اسانه">

بازتاب نیوز

بلخ کې د نه مطالعې په اړه اندېښنې

٢٣ زمری ١٣٩٨ سلام وطندار

په بلخ کې یو شمېر ځوانان او فرهنګیان په دې ولایت کې د مطالعې د فرهنګ په کموالي اندېښنه څرګندوي او وايي، اړتیا ده چې په اوسنیو شرایطو کې د ځوانانو لپاره کتاب او کتاب لوستنې ته اسانه لارې چارې ولټول شي.

د بلخ فرهنګپال محمد حسن سلام وطندار ته وويل، د هرې ورځې په تېرېدو د ځوانانو ترمنځ د مطالعې فرهنګ کمزوری کېږي.

نوموړي زياتوي، له کله چې ټولنیزې رسنۍ رامنځته شوي، ځوانان له کتابه لرې پاتې شوي او کتابونه ډېر نه مطالعه کوي.

دوی د اطلاعاتو او فرهنګ رياست نه وغوښتل چې ښوونځیو ته داسې کسان ولېږي ترڅو ځوانان مطالعې او کتابخونو ته د تګ  لپاره وهڅوي او ورسره دې ډېرې کتابخونې هم جوړې کړي.

په بلخ کې د کتاب ښار غړي محمد سخي هم سلام وطندار ته وويل، په منځنۍ توګه هره ورځ ۴۰ تر ۵۰ کسانو پورې چې ډېری یې ځوانان دي، مطالعې لپاره کتاب ښار ته ورځي.

د سخي په وينا، نا‌امني او کورني مصروفیتونه هغه څه دي چې ځوانان له مطالعې او کتاب سره فاصله پیدا کړي.

بل لور ته یو شمېر بلخي ځوانان چې په دې ولایت کې د کتابخونو او علمي مرکزونو له نه موجوديته شکایت کوي، وايي، د کتابخونو او د مطالعې ځانګړو ځایونو رامنځته کول د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مکلفیت دی، خو دې برخې ته تر اوسه جدي پاملرنه نه ده شوې.

په ورته وخت کې د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس صالح محمد خليق وايي، په څو وروستیو کلونو کېد ناشرانو او ليکوالو له لوري  ۵۰۰ جلده کتابونه خپاره شوي چې ډېری یې د ادبیاتو به برخه کې دي.

د خلیق په باور، په بلخ کې د دې شمېر کتابونو چاپ د تېرو کلونو په پرتله د مطالعې فرهنګ د ترویج او له مطالعې سره د ځوانانو لېوالتیا ښکارندويي کوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په بلخ ولایت کې ۶۰ کتابخونې او ۴ چاپ خونې فعالیت کوي چې ډېری یې د زده کړه يیزو مرکزونو، خصوصي موسسو او پوهنتونونو اړوندې دي.

په ورته وخت کې هغه شمېر ځوانان چې مطالعې او کتاب سره مینه لري، وايي، په بلخ کې شته چاپ خونې او کتاب پلورنځي نه دي توانېدلي چې د کم شمېر کتاب لوستونکو اړتیاوې پوره کړي. د دوی په باور، د هغو کم شمېر کسانو لپاره چې کتاب لوستنې سره مینه لري، د اړتیا وړ کتاب موندل ستونزمن دي.

 

اصلي اړیکې: http://swn.af/pashto/Article.aspx?a=49459

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading