د کابل ښاروالۍ ویانده نرګس مومند سلام وطندار ته وويل، د لوی اختر له لومړۍ ورځې تر اوسه له کابل ښار نه۸۰ سلنه کثافات راټول او له ښاره بهر لېږدول شوي دي.

د مومند په خبره، سره">

بازتاب نیوز

کابل ښاروالۍ د اختر ۳ ورځو کې ۸۰ سلنه کثافات له ښاره ايستلي

٢٣ زمری ١٣٩٨ سلام وطندار

د کابل ښاروالۍ ویانده نرګس مومند سلام وطندار ته وويل، د لوی اختر له لومړۍ ورځې تر اوسه له کابل ښار نه۸۰ سلنه کثافات راټول او له ښاره بهر لېږدول شوي دي.

د مومند په خبره، سره له دې چې د کابل ښاروالۍ د اختر په لومړۍ او دویمه ورځ د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې پلاستیکي کڅوړې وېشلې وې، چې د ذبحه شویو څارویو پاتې شوني په هغې کې واچوي، خو کابل ښاریانو په دې برخه کې له ښاروالۍ سره په سمه توګه مرسته ونه کړه.

نوموړې زياتوي، د کابل ښاروالۍ کارکوونکي هڅه کوي چې خپل مسوولیت په سمه توګه تر سره کړي، خو د ښار د ډېر نفوذ له کبله، ښاروالۍ نه شي کولای چې د شته شمېر کارکوونکو په مټ ټولو ښاري چارو ته رسېدنه وکړي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د کابل ښاروالۍ په چارو نیوکه کوي وايي چې دې ادارې د ذبحه شویو څارویو د پاتې شونو په راټولولو کې کم کاري کړې ده.

د دوی په خبره، که د قربانۍ کثافات سم مدیریت نه شي او په ټول ښار کې تیت شي نو د ډول ډول ناروغیو د خپرېدو لامل کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکی محمد بلال میثم وايي، ډېر خلکو قربانۍ وکړې او کثافات يې په سړکونو واچول چې له دې سره د ښار وضعيت خراب شوی او له ښاروالۍ يې غوښتنه ده چې په دې برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د لوی اختر په رارسېدو زرګونه څاروي په کابل ښار کې قرباني کېږي، خو د ذبحه شویو څارویو پاتې شوني په سمه توګه نه مدیریت کیږي او په خپل ځای پاتې کېږي چې په ټول ښار کې تیتېږي.

 

اصلي اړیکې: http://swn.af/pashto/Article.aspx?a=49466

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading