بازتاب نیوز

سرور دانش: له طالبانو سره د سولې خبرې تر ټاکنو وروسته پیلیږي

٢٣ زمری ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وایي حکومت له طالبانو سره تر ټاکنو وروسته د سولې خبرې پیلوي.

د ښاغلی دانش له رسنیز دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې بشپړې شوې او په دغو خبرو کې یوازې د امریکا او طالبانو ترمنځ پر اړوند مسئلو خبرې شوي دي.

نوموړي پر خپله فیسبک پاڼه لیکلي “د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او طالبانو د استازو ترمنځ شوې خبرې په یادو دواړو غاړو پورې پر اړوند مسئلو ور څرخیدې په دغو خبرو کې د هیواد د سیاسي نظام پر شکل، اساسۍ قانون او د افغانستان د دولت پورې پر اړونده موضوع ګانو تر اوسه له طالبانو سره خبرې نه دي شوي او د افغانستان دولت په دې برخه کې د خبرو یو لوری دی”.

ښاغلي  دانش په داسي حال کې  دغه څرګندونې کړې، چې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ په دوحه کې د خبرو اتم پړاو نږدې دوه ورځې مخکې بشپړ شوی دی.

ټاکل شوې  د افغانستان د ولسمشرۍ  ټاکنې د سپتمبر په (۲۸- تلې۶) د مهال ویش له مخې و شي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/21998

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading