بازتاب نیوز

د مرکزي اسیا سیالۍ:افغانستان به د ایران په وړاندې ډګر ته ورودانګي

٢٤ زمری ١٣٩٨ طلوع نیوز

 

د افغانستان د نولس کلونو فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د فوټبال سیالیو په چوکاټ کې خپله څلورمه او وروستۍ لوبه کې نن ۴:۳۰ دقیقې د ایران په وړاندې بخت ازمايي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله په دغو سیالیو کې په خپله درېیمه لوبه کې ۱-۳ تاجکستان ته بایلوده.

د افغانستان او تاجکستان ملي لوبډلې د دوشنبې په ورځ د دوشنبې په مرکزي لوبغالي کې له یو بل سره سیالي وکړه چې بالاخره دا لوبه ۱-۳ د تاجکستان په ګټه پای ته ورسېده.

په دې ترتیب سره تاجکستان د دغه بریا په ترلاسه کولو سره ایران ته د اتلولۍ لومړی چانس پيدا او افغانستان هم د دوه امتیازو په ترلاسه کولو سره د نوملړ درېیم ځای ترلاسه کړ څو په دغو سیالیو کې د اتلولۍ هېڅ چانس ونه‎لري.

 

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/index.php/pa/sport/%D8%AF-%D9%85%D8%B1%DA%A9%D8%B2%D9%8A-%D8%A7%D8%B3%DB%8C%D8%A7-%D8%B3%DB%8C%D8%A7%D9%84%DB%8D%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%A8%D9%87-%D8%AF-%D8%A7%DB%8C%D8%B1%D8%A7%D9%86-%D9%BE%D9%87-%D9%88%DA%93%D8%A7%D9%86%D8%AF%DB%90-%DA%89%DA%AB%D8%B1-%D8%AA%D9%87-%D9%88%D8%B1%D9%88%D8%AF%D8%A7%D9%86%DA%AB%D9%8A

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading