بازتاب نیوز

د کابل بانک قضيې اصلي تورن خلیل الله فيروزي د اشرف غني په امر له زندانه خوشې شو

٢٣ زمری ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهار شنبه،۲۳ زمری، ۱۳۹۸ل): د کابل بانک پخوانی رئیس او د کابل بانک د قضيې اساسي ونډ وال خلیل الله فيروزي د ګډ حکومت د  مشر اشرف غني په امر له زندانه ازاد شو.

د ولسمشر غني له لوري په خپاره شوي فرمان کې راغلي، خلیل الله فيروزي د ناروغۍ له امله له زندانه ازاد شوی دی.

د رپوټونو له مخې اشرف غني د خلیل الله فیروزي د روغتيايي حالت د څېړلو لپاره ځانګړی کميسيون ټاکلی و او دغه کميسيون ولسمشر ته په خپل راپور کې ويلي، د فیروزي وضعیت ترينګلی دی او که په زندان کې هغه ته زيان ورسيږي، حکومت به له سختو نيوکو سره مخ شي.

اشرف غني د څېړونکي پلاوي وړانديزونه قانوني بللي او امر يې کړی، چې فيروزي بايد له زندانه خپل کور ته ولېږدول شي.

خو د اشرف غني مخالفين تور پورې کوي، چې خلیل الله فيروزي د امرالله صالح په غوښتنه او فشار خوشې شوی او غواړي له دې لارې په راتلونکو ټاکنو کې د امرالله صالح د رايو برخه غوښنه کړي.

صالح د ملي امنيت پخواني رئیس و، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني دولت ساز ټيم لومړنی مرستيال دی.

فیروزي د کابل باند د قضيې اصلي ونډه وال و، په ۱۳۹۷ کال کې د مالي فساد او پيسو سپينو په تور په لس کاله بند محکوم شو، هغه بايد ۱۳۷ ميليونه وهل شوي ډالر او ۵۹ ميليونه د هغې جريمه حکومت ته سپارلې وای، چې ټول ټال ۱۹۶ ميليونه ډالر کيږي.

نوموړی د ګډ حکومت په لومړيو کې له زندانه خوشې شوی و، د زيرک ښارګوټي په ابادۍ کې يې پانګونه هم وکړه، خو هغه مهال د خلکو له ډېرو نيوکو وروسته بېرته زندان ته ولېږدول شو.

د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبيل په خپل لومړني غبرګون کې تور لګولی، چې فيروزي د دېرش ميليونه ډالرو رشوت په بدل کې خوشې شوی دی.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/149808/%D8%AF-%DA%A9%D8%A7%D8%A8%D9%84-%D8%A8%D8%A7%D9%86%DA%A9-%D9%82%D8%B6%D9%8A%DB%90-%D8%A7%D8%B5%D9%84%D9%8A-%D8%AA%D9%88%D8%B1%D9%86-%D8%AE%D9%84%DB%8C%D9%84-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D9%81%D9%8A%D8%B1/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading