بازتاب نیوز

د انګلستان معلولینو افغان معلولینو لوبډلې ته په ۱۰ منډو ماتې ورکړه

٢٣ زمری ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د انګلستان د کرکټ د معلولینو لوبډلې افغان لوبډلې ته په ۱۰ منډو ماتې ورکړه.

د پرونۍ لوبې پچه انګلستان وګټله او لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې افغان لوبډلې ته یې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه.

په افغان توپ اچوونکو کې شیرین اغا او جمیل شاه دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان معلولینو لوبډلې د ورکړل شوي هدف په تعقیب د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۸ منډې ترلاسه کړې.

په دغو سیالیو کې افغان لوبډلې یوازې درې لوبې وګټلې.

د یادونې ده چې پایلوبه به نن د انګلستان او هندوستان ترمنځ ترسره شي.

The post د انګلستان معلولینو افغان معلولینو لوبډلې ته په ۱۰ منډو ماتې ورکړه appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/08/14/%D8%AF-%D8%A7%D9%86%DA%AB%D9%84%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D9%85%D8%B9%D9%84%D9%88%D9%84%DB%8C%D9%86%D9%88-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%D9%85%D8%B9%D9%84%D9%88%D9%84%DB%8C%D9%86%D9%88-%D9%84%D9%88/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading