بازتاب نیوز

ارگ، د خلیل الله فروزي د خوشي کیدو په اړه د رحمت الله نبیل ادعا بې بنسټه او یو کمپایني حرکت بولي

٢٤ زمری ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

ولسمشرۍ مانۍ ارګ، د ملي امنیت

د پخواني رئیس او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل هغه ادعا بې بنسټه او

یو کمپایني حرکت بللی چې له مخې یې پر ولسمشر غني تور پورې شوی وو چې خلیل الله

فروزي یې د ۳۰ میلیونه ډالرو په بدل کې له زندانه خوشی کړی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

وایي،:” دغه ادعا په بشپړه توګه بې بنسټه او کمپاینې حرکت

دی، فروزي د یوې موظفې کمیټې له لوري، چې له عدلي او قضايي، روغتیایي او امنیتي

ارګانونو څخه جوړه شوې وه، له دې امله چې روغتیایي وضعیت یې نازک ګڼل شوی وو له

زندانه خپل کورته لیږدول شوی او د غلته د یادو بنسټونو تر جدي نظارت لاندې دی”.

د کابلبانک کړکیچ د یوه اصلي تورن خلیل الله فروزي له

خوشي کېدو وروسته د ملي امنیت پخواني رئیس او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله

نبیل پر خپل ټویټر ولیکل چې د کره سرچینو له قوله خلیل الله فروزي د دولت جوړونکې

ټیم له لوري د ۳۰ میلیونه ډالر په بدل کې خوشی شوی دی.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/22005

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading