بازتاب نیوز

خلیل لله فیروزي د ۳۰ میلیونه ډالرو په بدل کې ازاد شوی

٢٤ زمری ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د جمهوري ریاست کاندید رحمت الله نبیل پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د کابل بانګ د قضیې بندي مجرم خلیل الله فیروزي د ۳۰ میلیونه ډالرو په بدل کې ازاد شوي او اوس پخپل کور کې دی.

نوموړي زیاته کړې چې دغه پیسې یې د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم دفتر ته د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د مرستې په هدف ورکړې دي.

بلخوا، د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د ښاغلي نبیل هغه ادعاوې بې بنسټه دي چې ګواکي خلیل الله فیروزي دې د ۳۰ میلیونه ډالرو په بدل کې ازاد شوی وي.

ده زیاته کړې چې د خلیل الله فیروزي روغتیایي حالت د اندېښنې وړ و او د روغتیایي او قضایي بنسټونو په مشوره خپل کور ته وړل شوی دی او هلته هم تر څارنې لاندې دی.

د افغانستا استناف محکمې پنځه کاله وړاندې خلیل الله فیروزي او شیرخان فرنود د کابل بانګ د ډیوالي کېدو په تړاو په لس لس کاله بند محکوم کړل.

The post خلیل لله فیروزي د ۳۰ میلیونه ډالرو په بدل کې ازاد شوی appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/08/15/%D8%AE%D9%84%DB%8C%D9%84-%D9%84%D9%84%D9%87-%D9%81%DB%8C%D8%B1%D9%88%D8%B2%D9%8A-%D8%AF-%DB%B3%DB%B0-%D9%85%DB%8C%D9%84%DB%8C%D9%88%D9%86%D9%87-%DA%89%D8%A7%D9%84%D8%B1%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D8%A8%D8%AF/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading