بازتاب نیوز

د پنځو ښارونو د ستراتیژیک پلان د پرمختګ راپور جمهور رییس غني ته وړاندې شو

٢٤ زمری ١٣٩٨ د كليد ګروپ

جمهور رییس غني د وډیویي کنفرانس له لارې د پنځو ښارونو د ستراتیژیک پلان راپور واورېد.

پرون په ارګ ماڼۍ کې د پنځو ښارونو هرات، کندهار، جلااباد او خوست د ستراتیژیک پلان د برابر شوي کاري پرمختګ راپور جمهور رییس غني ته وړاندې شو.

دغه راپور د ساساکي کمپنۍله لوري برابر شوی دی.

ښاغلي غني د دغه راپور تر اورېدو وروسته د ښارونو د نښلول کېدو، کانونو، اوبو، انرژۍ، ټرانسپورټ په برخه کې د پرمختګونو او په یادو ښارونو کې د بشري سرچینو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د دغې کمپنۍ له هڅو یې مننه وکړه.

ساساکي کمپنۍ څرګنده کړه چې دغه پلان د یو کال په موده کې ترتیبېږي او تر دې وروسته له ۵ څخه بیا تر ۸ پورې بنسټیزې پروژې د نړیوال بانګ په مالي مرسته پلې کېږي.

ساساکي د ښاري طراحۍ او پلان جوړولو یوه کمپنۍ ده چې مرکزي دفتر یې د امریکا متحده ایالتونو په بوستون ښار کې دی او د ښار جوړولو متخصص او مسلکي ټیم یې د نړۍ له څلوېښتو څخه په ډ‌ېرو هېوادونو کې نړیواله تجربه لري.

 

The post د پنځو ښارونو د ستراتیژیک پلان د پرمختګ راپور جمهور رییس غني ته وړاندې شو appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/08/15/%D8%AF-%D9%BE%D9%86%DA%81%D9%88-%DA%9A%D8%A7%D8%B1%D9%88%D9%86%D9%88-%D8%AF-%D8%B3%D8%AA%D8%B1%D8%A7%D8%AA%DB%8C%DA%98%DB%8C%DA%A9-%D9%BE%D9%84%D8%A7%D9%86-%D8%AF-%D9%BE%D8%B1%D9%85%D8%AE%D8%AA%DA%AB/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading