بازتاب نیوز

په غزني کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي

٢٤ زمری ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د غزني ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې د هوایي بریدونو په پایله کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نوږر ټپیان دي.

د دغه ولایت د خبرپاڼې له مخې، یاد هوایي عملیات په قره باغ، ګیلان او ناوې ولسوالیو کې ترسره شوي دي، چې په پایله کې یې وسله والو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله اوښتې.

خبرپاڼه وایي، هوایي ځواکونو د قره باغ په مریاڼو سیمه کې د طالبانو پر یوې ډلې هوایي برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په ګیلان کې ۲ او په ناوې ولسوالۍ کې ۵ وسله وال طالبان د افغان ګډو ځواکونو په هوایي برید او د ولسي پاڅون کوونکو په کمین کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تبصیره نه ده کړې.

The post په غزني کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/08/15/%D9%BE%D9%87-%D8%BA%D8%B2%D9%86%D9%8A-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D9%87%D9%88%D8%A7%DB%8C%D9%8A-%D8%A8%D8%B1%DB%8C%D8%AF%D9%88%D9%86%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D9%BE%D8%A7%DB%8C%D9%84%D9%87-%DA%A9%DB%90-%DB%B1/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading