بازتاب نیوز

عمران خان هند ته په کشمیر کې د مسلمانانو د نژاد پاکولو په تړاو ګواښ وکړ

٢٤ زمری ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په جامو او کشمیر کې د مسلمانانو د نژاد پاکولو په اړه ګواښ وکړه او زیاته یې کړه چې هند په کشمیر کې د نظامي لاسوهنې هڅه کوي.

د راپورونو له مخې، ښاغلي عمران خان تېره ورځ د پاکستان تر واکمنۍ لاندې کشمیر ته سفر وکړ او هلته یې له جامو او کشمیر څخه د مسلمانانو د نژاد پاکولو په اړه هند ته خبرداری وکړ.

نوموړي زیاته کړه چې هند په دې هڅه کې دی، ترڅو د پاکستان کشمیر په سیمه کې نظامي عملیات پیل کړل او که د پاکستان او هند ترمنځ جګړه وشي، نړیواله ټولنه به یې مسوله وي.

د هند تر واک لاندې کشمیر کې اکثریت د خپلواکۍ پلویان دي او ګڼ کسان‌یې تر هند دا غوره ګڼي چې له پاکستان سره وي.

The post عمران خان هند ته په کشمیر کې د مسلمانانو د نژاد پاکولو په تړاو ګواښ وکړ appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/08/15/%D8%B9%D9%85%D8%B1%D8%A7%D9%86-%D8%AE%D8%A7%D9%86-%D9%87%D9%86%D8%AF-%D8%AA%D9%87-%D9%BE%D9%87-%DA%A9%D8%B4%D9%85%DB%8C%D8%B1-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D9%85%D8%B3%D9%84%D9%85%D8%A7%D9%86%D8%A7%D9%86%D9%88/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading