که څه هم په تېرو څو کلونو کې ډېری روغتيايي موسسې د افغان ښځو د روغتيا په برخه کې فعاليت کوي، خو بيا هم په ننګرهار کې ګڼ شمېر ښځې له روغتيايي ستونزو سر ټکوي.

دوی وايي چې د کورنيو">

بازتاب نیوز

له زېږون نه وروسته د ښځو نه مراقبت

٢٤ زمری ١٣٩٨ سلام وطندار

که څه هم په تېرو څو کلونو کې ډېری روغتيايي موسسې د افغان ښځو د روغتيا په برخه کې فعاليت کوي، خو بيا هم په ننګرهار کې ګڼ شمېر ښځې له روغتيايي ستونزو سر ټکوي.

دوی وايي چې د کورنيو د غړو او روغتيايي کارکوونکيو له لوري له زېږون نه وروسته ورته سمه پاملرنه نه کېږي چې دې چارې پر دوی او ماشومانو يې بدې روغتيايي اغېزې کړې دي او په خبره يې، د حمل په دوره کې يې روغتيا ته يو څه پاملرنه کېږي، خو له زېږون وروسته يې په سمه توګه مراقبت نه کېږي.

د جلال‌اباد ښار دوه تنو اوسېدونکيو حمیدې او شگوفې د دې ستونزې په تړاو سلام وطندار سره په خبرو کې وويل: « زموږ کورنۍ د حمل په وخت کې ښه وي. زموږ په اړه ډېره اندېښنه لري، خو کله چې ماشوم نړۍ ته راشي بيا نو زموږ په قصه کې څوک نه وي. همداسې ډاکټران هم بيا زموږ په اړه هېڅ فکر نه کوي. هغه ډول چې لازمه ده زموږ او زموږ د ماشومانو مراقبت نه کېږي.»

«د عامې روغتيا په برخه کې له زېږون نه وروسته د ماشوم او مور د روغتيا په اړه سمه پاملرنه نه کېږي. يوازې دوی نه دي چې داسې کوي، د کورنۍ غړي مو هم بيا په سمه توګه پالنه نه کوي. که موږ ښه و نه اوسو نو معلومه خبره ده چې ماشومان هم له ناروغيو سره مخ کېږي.»

دوی زياتوي چې داسې کړنې دوی له رواني ستونزو سره هم مخ کولی شي او د کورني تاوتريخوالي لامل هم کېدای شي. د يادې موضوع په اړه د ننګرهار ولايت د عامې روغتیا رياست وياند گل زاده سندر سلام وطندار ته وويل: « دا ستونزه تر يوه بريده موجوده ده، خو بيا هم زموږ کاري پرسونل هڅه کوي چې ښځينه وو ته د ماشوم د سمې روزنې په هکله لارښوونې وکړي. تر څنګ يې که موږ ته د خپلو روغتيايي ستونزو په اړه مراجعه وکړي لازمې مرستې به ورسره وکړو. کورنيو ته هم په کار ده چې د مېرمنو او ماشومانو روغتیا ته ډېره پاملرنه وکړي.»

ښځې شکايت کوي چې خاوندان يې ډېر اولادونه خوښوي، خو د هغوی د روغتيا په اړه بې فکره وي. دوی همدارنګه غواړي چې د جومات او رسنيو له لارې دې د دوی او ماشومانو د حقوقو او روزنې په برخه کې ډېرې برنامې پيل شي، تر څو د عامه پوهاوي کچه لوړه او دوی ته په هر وخت کې  پوره پاملرنه وشي.

 

اصلي اړیکې: http://swn.af/pashto/Article.aspx?a=49469

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading