بازتاب نیوز

برتانیې د ولسمشریزو ټاکنو سره ۸ میلیونه پاونډه مرستې اعلان وکړ

٢٤ زمری ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲۴ زمری، ۱۳۹۸ل):  په کابل کې د برتانیې سفارت د ولسمشریزو ټاکنو سره د ۸ میلیونه پاونډه مرستې اعلان وکړ.

د برتانیې د سفارت له خوا خپره شوې اعلامیې له مخې دغه مرستې به د ملګرو ملتونو انتخاباتي مرستو پروګرام ته ورکول کیږي.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۱۴۹ میلیونه ډالر بودیجه تعین شوې چې ۹۹ میلیونه ډالر یې د ماليې وزارت له خوا او پاتې ۵۰ میلیونه ډالر د نړیوالې ټولنې له خوا ورکول کیږي.

د ريپورټونو له مخې ګډ حکومت ډ حکومت د خپلې کاري مودې په دوران کې د پيل شویو ۱۵۴پراختیايي پروژو لپاره ځانګړې شوې بودیجه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو باندې لګوي.

حکومت وروسته له هغه په ټاکنو کې د پراختیايي پروژو د بودیجې مصرف ته مجبوره کېږي، چې نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو هیوادونو د تېر په خلاف د ټاکنو د بشپړ مصرف له ورکولو ډډه وکړه او یوازې یې د ۵۰ میلیونو ډالرو ورکولو ته زړه ښه کړ.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د ۲۰۱۹ز کال ټاکنو ته ۹ میلیونه، ۷۶۸زره ۲۸۳ کسانو د رای ورکولو لپاره نوملیکه کړې ده چې تر دې دمه دغه شمېرې نهايي دي او د تصفیې کار یې روان دی.

 

 

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/149829/%D8%A8%D8%B1%D8%AA%D8%A7%D9%86%DB%8C%DB%90-%D8%AF-%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%85%D8%B4%D8%B1%DB%8C%D8%B2%D9%88-%D9%BC%D8%A7%DA%A9%D9%86%D9%88-%D8%B3%D8%B1%D9%87-%DB%B8-%D9%85%DB%8C%D9%84%DB%8C%D9%88%D9%86/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading