بازتاب نیوز

انګلستان د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو د مالي ملاتړ لپاره ۸ میلیونه پونډه مرسته کوي

٢٤ زمری ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

کابل کې د برتانیې سفارت د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د

ملاتړ په موخه د ۸ میلیونه پونډه مرستې ژمنه کړې ده.

هغه خبرپاڼه چې کابل کې د بریتانیې سفارت له لوري خپره

شوې پکې ویل شوي چې د برتانیې د نړیوالي پراختیا اداره د ملګرو ملتونو د ټاکنو له

برنامې سره، چې د افغانستان د ټاکنو له خپلواکو بنسټونو سره د تخنیکي ملاتړ لپاره

د زمینه سازۍ مسولیت لري، ۸ میلیونه پونډه مرسته کوي.

افغانستان کې د برتانیې سفیر الیسون بلیک په دې اړه ویلي،:” زه خوښ یم چې برتانیې د

دې مرستې په کولو سره د ټاکنو له ولسواکه پروسې څخه ملاتړ کوي. برتیانیا په

افغانستان کې د ټاکنو له ترسره کېدو څخه کلک ملاتړ کوي تر څو خلک وکولای شي د خپلې

راتلونکې په ټاکلو کې ونډه واخلي”.

ده زیاته کړې چې بریتانیا په افغانستان د رڼو او با

اعتباره ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کوي.

 دا په داسې حال کې دی چې تر دې

وړاندې اروپایي ټولنې هم د افغانستان د ټاکنو له ترسره کېدو څخه خپل ملاتړ اعلان

کړی دی.

داسي ګنګوسې هم شته چې د طالبانو او امریکا تر منځ د

سولې هوکړې د کېدو په صورت کې به د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې وځندیږې.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/22019

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading