بازتاب نیوز

افغانستان کې د بې‌ځایه شویو شمېر له ۲۷۰زرو څخه واوښت

٢٤ زمری ١٣٩٨ د امریکا غږ

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، چې د روان عیسوي کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې د کورنیو بې‌ځایه شویو شمیر له ۲۷۰زرو څخه پورته شوی دی.

د اوچا موندنې ښيي، چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې وسله‌والې نښتې د خلکو د بې‌ځایه کېدو عمده لامل دی او بې‌ځایه شوې کورنۍ نه شي کولی چې بېرته خپلو سیمو ته ستنې شي.

د اوچا د ریپوټ په اساس، ۵۸ فیصده ماشومان او ۲۱ ښځې په بې‌ځایه شویو کې شامل دي، چې جګړې د خپلو اصلي سیمو پرېښودلو ته اړ کړي دي.

د دغې ادارې د شمیرو له مخې، چې د افغانستان په لویدیځ کې د وچکالۍ، جګړو او نورو عواملو په سبب د ۲۴۵زره بې‌ځایه شویو له شمیرې یوازې ۱۰۰ زره تنه بېرته خپلو اصلي سیمو ته ستانه شوي دي.

اوچا په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو د شمیرې پر زیاتېدو اندېښنه شودلې او ویلي یې دي، چې د روان کال تر پایه به دا شمیره شاوخوا یو میلیون کسانو ته لوړه شي.

د بې‌ځایه شویو سربیره، بیرته راستنېدونکي کډوال او له بهر څخه شړل شوي مهاجرین هم د اړمنو کسانو د شمیرې د زیاتېدو لامل کیږي.

د اوچا ریپوټ ښيي، چې د ۲۰۱۹ کال له پیل څخه تر اوسه ۲۹۴زره افغان مهاجر او پناه‌غوښتونکي په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي او یا په جبري ډول ایستل شوي دي.

له دې شمیرې ۲۷۰زره افغانان له ایران، ۱۷زره له پاکستان، ۶زره له ترکیې او پاتې له نورو مختلفو هیوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

اصلي اړیکې: https://www.pashtovoa.com/a/Afghan-IDP-number-reached-to-more-than-270-thousand-in-2019/5043154.html

د اصلي پاڼې خلاصول

د امریکا غږ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading