د تخار د شکمش ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، ۱۵ ورځې کېږي چې وسله‌وال طالبان د يادې ولسوالۍ زوړ ښار تر کنټرول لاندې لري او دې موده کې د دغې ولسوالۍ د مرکز خوا او شا کې خپل قواعد عملي">

بازتاب نیوز

تخار؛ د شکمش اوسېدونکي طالبانو د ته د دې ولسوالۍ له سقوطه اندېښنه لري

٢٤ زمری ١٣٩٨ سلام وطندار

د تخار د شکمش ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، ۱۵ ورځې کېږي چې وسله‌وال طالبان د يادې ولسوالۍ زوړ ښار تر کنټرول لاندې لري او دې موده کې د دغې ولسوالۍ د مرکز خوا او شا کې خپل قواعد عملي کوي.

دوی زياتوي، طالبانو د ټلویزیون لیدل، د ښځو له خوا د سمارټ يا ځیرک موبایلونو کارول او بازار ته د ښځو تلل منع کړي دي، ان تر دې چې طالبانو دغې ولسوالۍ کې د ټلویزیونونو انتنونه هم په نښه کړي دي.

د تخار تالقانو ته تښتېدلی فهیم الله وايي، د دوی سيمه د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې وه او زياتوي چې د دوو اونیو راهيسې امنیتي ځواکونو لا هم دغې ولسوالۍ کې عملیات نه دي پیل کړي.

فهيم الله افغان حکومت په بې غورۍ تورنوي او وايي، شکمش ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت ډېر ترینګلی دی او د طالبانو له لاسه د خلکو ستونزې ډېرې شوې دي.

د ځينو سرچینو په خبره، طالبانو د شکمش ولسوالۍ د پولیسو قومندانۍ او د ولسوالۍ مقام نیولو لپاره درې ځلې بریدونه کړي، خو ماتې سره مخ شوي دي.

په ورته وخت کې د تخار ولایتي شورا غړی عصمت قرباني وايي، د شکمش ولسوالۍ مرکز کې د طالب جنګیالیو پاتې کېدل به ناوړه پایلې ولري.

د هغه په وینا، طالبانو دا مهال غښتلي مرکزونه جوړ کړي او ځانونه جګړې ته چمتو کوي.

شکمش ولسوالۍ کې یوه باوري سرچینه چې نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته وويل، که چېرې امنیتي ځواکونه هر څه ژر د طالبانو ځپلو عملیات پیل نه کړي، د طالبانو لاس ته د دغې ولسوالۍ د سقوط وېره ډېره ده.

د سرچینې په وینا، سره له دې چې دغې ولسوالۍ کې افغان کومانډو ځواکونه پراخ حضور لري، خو د نامعلوم دلیل له کبله د طالبانو پر وړاندې نه جنګېږي.

دې سره د تخار والي ویاند جواد هجري وايي، شکمش ولسوالۍ کې کافي ځواکونه حضور لري، چې د اختر لپاره یې عملیات ځنډولي وو او ډېر ژر به بېرته پیل شي.

امنیتي سرچینې همدارنګه وايي، طالبانو له بغلان او کندوز ولایتونو نه خپل جنګیالي راټول کړي، ترڅو د شکمش ولسوالۍ په مرکز برید وکړي.

د هغوی په وینا، د تخار لپاره د طالبانو د نومول شوي والي په ګډون د دغې ډلې لوړ پوړي قومندانان هم په شکمش ولسوالۍ د برید رهبري په موخه دغې ولسوالۍ کې حضور لري.

اصلي اړیکې: http://swn.af/pashto/Article.aspx?a=49471

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading