ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند او د ازادۍ، عدالت او امنیت ټاکنیز ټیم رهبر عبدالطیف پدرام نن په رسمي توګه د یوې غونډې په ترڅ کې خپلې ټاکنیزې سيالۍ پیل کړې.

پدرام د خپلې ټاکنیزې مبارزې">

بازتاب نیوز

عبدالطیف پدرام خپلې ټاکنيزې سيالۍ پيل کړې

٢٤ زمری ١٣٩٨ سلام وطندار

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند او د ازادۍ، عدالت او امنیت ټاکنیز ټیم رهبر عبدالطیف پدرام نن په رسمي توګه د یوې غونډې په ترڅ کې خپلې ټاکنیزې سيالۍ پیل کړې.

پدرام د خپلې ټاکنیزې مبارزې په لومړی ورځ وویل، که په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی شي، ریاستي نظام به په خراسان فدرالي اسلامي جمهوري نظام بدل کړي.

 د نوموړي په خبره، سوله له طالب ډلې سره هغه وخت دوی ته د منلو ده چې د فدرالي نظام په چوکاټ کې وشي.

پدرام د حکومت پر کړنو نيوکه وکړه او ويې ويل، که چېرې د ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی شي، له ټولنیزې اقتصادي تیورۍ نه به ګټه واخلي.

د عبداللطیف پدرام په رهبرۍ د ازادۍ، عدالت او امنیت ټاکنیز ټیم اووم ټاکنیز ټیم دی چې په رسمي توګه د ولسمشرۍ ریاست ټاکنو ته خپلې ټاکنیزې سيالۍ پيلوي.

پدرام په داسې حال کې ټاکنیزې سیالۍ پیل کړې چې مخکې تر دې په ټاکنو د څار بنسټونو د ټاکنیزو سیالیو په کمرنګ والي اندېښنه څرګنده کړې وه.

د یادونې ده چې ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه نېټه تر سره کېږي او په پام کې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ د ټاکنو له تر سره کېدو 48 ساعته وړاندې پای ته ورسېږي.

اصلي اړیکې: http://swn.af/pashto/Article.aspx?a=49480

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading