د ملي امنیت پخوانی رییس او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د کابل بانک د عامل هیت پخوانی رییس خلیل الله فېروزي چې د اختلاس او پیسو مینځلو په جرم">

بازتاب نیوز

نبيل: فېروزي د ۳۰ ميليونه ډالرو په بدل کې خوشې شوی

٢٤ زمری ١٣٩٨ سلام وطندار

د ملي امنیت پخوانی رییس او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د کابل بانک د عامل هیت پخوانی رییس خلیل الله فېروزي چې د اختلاس او پیسو مینځلو په جرم په لس کاله بند محکوم شوی و، د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې ټاکنيز ټيم لګښتونو لپاره د ۳۰ ميليونه ډالرو د ورکړې په بدل کې له زندانه خوشې شوی او په دې اړه کره اسناد او مدارک په واک کې لري.

سیاسي شنونکي هم په دې باور دي چې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو په درشل کې د خلیل الله فېروزي خوشې کول له ټاکنیزو سیالیو سره مخامخ اړیکې لري.

عارف کیاني وايي، په دې وخت کې د ولسمشر له لوري له زندانه د خلیل الله فېروزي خوشې کول، پوښتنې پيدا کوي.

نوموړي زياته کړه: « څنګه کېدای شي چې یو مجرم چې یو بانک د افغانستان د خلکو تر ۹۰۰ میلیونه ډالرو ډېر چور کړي وي؛ هغه خوشې شي، که معامله نه وي نو د حاکم ټیم ځواب به ددې غیر قانوني کړنې په اړه څه وي؟»

په ورته وخت کې د افغانستان د آازادو او عادلانه ټاکنو موسسې یا فیفا رییس یوسف رشید وايي، اړتیا ده چې رحمت الله  نبیل د خپلې ادعا د اثبات لپاره اسناد او مدارک د ټاکنو شکایتونو خپلواک کمېسیون ته وسپاري.

نوموړی زياتوي، د ټاکنو شکایاتو کمېسيون دې د ټاکنو قانون او نورو نافذه قوانينو په رڼا کې یاد موارد وڅېړي او په خبره يې که چېرې دې کې د ټاکنيزو درغليو موضوع وي نو د شکاياتو کمېسيون صلاحيت لري چې د قانون پر بنسټ هغې ته رسيدګي وکړي.

د رشید په خبره، که چېرې دا ادعا سمه ثابته شي، متخلف باید عدلي او قضايي بنسټونو ته ور وپېژندل شي.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي بيا پر خپله فېسبوک پاڼه د رحمت الله نبیل ادعا چې د خليل الله فېروزي د  ۳۰ میلیونه امریکایي ډالرو په بدل کې خوشې شوی، ردوي او زياتوي، دا چې د فېروزي روغتیايي وضعیت ښه نه و، هغه یې له زندان نه کور ته لېږدولی او تر نظارت لاندې دی.

خلیل الله فېروزي د کابل بانک له شريکانو نه و چې د اختلاس او پیسو مینځلو په جرم د کابل بانک ناورین ته د رسېدنې د ځانګړې محکمې له لوري په لس کاله بند محکوم شوی و.

اصلي اړیکې: http://swn.af/pashto/Article.aspx?a=49478

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading