بازتاب نیوز

د ولسمشریزو ڼاکنو د تر سره کولو لپاره بریتانیا ۸ میلیون پونډه اعلان کړل

٢٤ زمری ١٣٩٨ آریانا نیوز

په کابل کې د برتانیې سفارت څرګنده کړې، چې د دغه هېواد د نړیوالې پراختیا ادارې د افغانستان له ټاکنو څخه د ملاتړ په توګه اته میلیون پونډه (۹،۷ میلیون دالره) مالي مرسته اعلان کړې ده.

د یاد سفارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د برتانیې نړیوالې پراختیا ادارې د ملګرو ملتونو له ټاکنو څخه د ملاتړ پروګرام ته دغه پیسې ورکړي، چې د افغانستان د ټاکنیزو کمیسیونونو د تخنیکي ملاتړ مسوولیت ورپه غاړه دی.

په افغانستان کې د برتانیې سفیره الیسون بلک ویلي؛ خوښه یم، چې بریتانیه د دې مرستې له لارې کولای شي د دغه دیموکراټيک بهیر ملاتړ وکړي. بریتانیه په افغانستان کې د ټاکنو له ترسره کیدو کلک ملاتړ کوي، چې د افغانستان خلک وکولای شي د خپل هېواد په راتلونکې کې پخپله خوښه برخه واخلي.

دغه راز نوموړې له دغه ملي بهیره د نوماندانو ملاتړ هم ستایلي او څرګندوي؛ بریتانیا هم لکه د نړیوالې ټولنې نور هېوادونه د افغانستان له ټاکنیزو بنسټونو او د ټاکنو له نوماندانو، چې د ټاکنو قانون مراعتوي هم ملاتړ کوي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/o-uuou-147/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading