د برېتانیا سفارت نن پنجشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې اته میلیونه پونډه د « ملګرو ملتونو له ټاکنو ملاتړ برنامې ته» چې د افغانستان د ټاکنیزو بنسټونو د تخنیکي ملاتړ برابرولو">

بازتاب نیوز

برېتانیا ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۸ میلیونه پونډه مرسته کوي

٢٤ زمری ١٣٩٨ سلام وطندار

د برېتانیا سفارت نن پنجشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې اته میلیونه پونډه د « ملګرو ملتونو له ټاکنو ملاتړ برنامې ته» چې د افغانستان د ټاکنیزو بنسټونو د تخنیکي ملاتړ برابرولو مسوولیت لري، ورکول کېږي.

په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د برېتانیا د سفیرې الیسون بلیک په نقل راغلي، نوموړې په دې مرسته کولو خوښه ده چې د يوې ولسواکې پروسې ملاتړ کوي.

خبرپاڼې کې د سفيرې له قوله ليکل شوي چې هېواد یې د پر وخت، رڼو او معتبره ټاکنو ملاتړ کوي او زياته کړې يې ده چې د افغانستان خلک باید خپله د خپلې راتلوونکې په اړه خبرې او پرېکړې وکړي.

بل لور ته د اروپايي ټولنې استازولۍ هم د اعلاميې په خپرولو سره لیکلي چې د ولسمشرۍ ټاکنې باید په خپل وخت چې مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی، تر سره شي.

اروپایي ټولنه ټینګار کوي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کول، د دې ترڅنګ چې یو زعیم ټاکل کېږي، د دې هېواد له ارزښتونو څخه دفاع هم ده.

دې ټولنې د ټاکنو تر سره کول د افغانانو لپاره نوی فرصت ګڼلی، څو د هېواد مشروع رهبري او زعیم د ولسواکۍ اصولو پر بنسټ و ټاکي.

په کابل کې د امريکا سفارت هم تېره ورځ د ټاکنو کمېسیون له چارواکيو او کمېشنرانو سره په لیدنه کې ویلي و چې کمېسیون باید په ټاکنو کې رڼښت رامنځته او د رایه ورکوونکو له حقوقو ملاتړ وکړي.

 

اصلي اړیکې: http://swn.af/pashto/Article.aspx?a=49483

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading