بازتاب نیوز

ټاکنیزې هڅې د سولې او اعتدال د ټاکنیزې ډلې د څرګندو غړیو پر راخپلولو راڅرخي

٢٤ زمری ١٣٩٨ آریانا نیوز

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې او د اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې هڅې کوي، چې د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې غړي پر ځان رامات کړي.

تر اوسه د دې لیدنو جزئیات ندي په ډاګه شوي؛ خو هڅې روانې دي، چې د دې ډلې غړي د عبدالله له ډلې سره یو ځای شي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې ویاند فریدون خوځون ویلي، چې د سولې او اعتدال د غړیو د راخپلولو لپاره یې د دغې ډلې له غړیو سره خبرې روانې ساتلي او هیله مو داده، چې د خبرو پایلې د هېواد په خیر وي.

دغه راز د دولت جوړوونکې ډلې ویاند غفور احمد جاوید هم ویلي؛ سلیمان کاکړ د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې له جګپوړیو غړیو دی، چې یوه اوونۍ مخکې له دولت جوړونکې ډلې سره یو ځای شو. اوس هم خبرې روانې دی، چې نور غړي یې هم دا ډله له ځان سره یو ځای کړي.

د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې خپل ټاکنیز کمپاینونه درولي دي؛ محقق وایي: په راتلوونکي کې شونې ده ، چې د اختلافونو په پایله کې هر ډول حالت راشي، ښایي حتی د سولې او اعتدال ټاکنیزه ډله وپاشل شي.

محمد محقق د اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې دوه یم مرستیال اوسه څو ځله د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې له مشرانو او دغه راز له کریم خلیلي سره، چې په را روانو ټاکنو کې یې د عبدالله عبدالله  ملا تړلې؛ کتلي او وایي: ټاکنیزې هڅې مو ودریدلې، خو دا ډله منحله شوې او یا سره بېل شوې نده او بحث هم پرې ندی شوی. په راتلونکي کې کیدی شي پر مخ ولاړ شو او یا کیدی شي بله لار غوره کړو.

زلمی رسول، چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند و، د دولت جوړوونکې ډلې په ګټه له خپلې نوماندۍ تېر شوی او د سولې او اعتدال ټاکنیزه ډله، چې تر اوسه یې کمپاینونه پیل کړي ندي؛ که له دې ډګره ووځي، دا به دوه یمه ټاکنیزه ډله وي، چې ټاکنیز ډګر خپلو سیالانو ته پریږدي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/%D9%BC%D8%A7%DA%A9%D9%86%DB%8C-7/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading