بازتاب نیوز

ولسمشر غني: د طالبانو راتګ د افغانستان بېرته په شا تګ معنی لري

٢٤ زمری ١٣٩٨ بی بی سی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د طالبانو بېرته راتګ به په دې معنی وي چې افغانستان بېرته په شا تګ کوي. ښاغلي غني دا څرګندونې د پجشنبې پر ورځ په ارګ کې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت په یوه ځانګړې غونډه کې وکړې.

دا غونډه د "نیمګړي څپرکي " تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه چې پکې ولسمشر غني د افغانستان د پخواني واکمن امان الله خان پر دوره، حکومتولۍ، لاسته راوړنو او تېروتنو خبرې کولې.

ښاغلی غني دا خبره په داسې وخت کې کوي چې افغان طالبان او امریکایی پلاوی له څو میاشتو راهیسې د سولې په تړاو پر خپلمنځي بحثونو بوخت دي.

ولسمشر غني د غونډې ګډونوالو ته وویل، د افغانستان علماو د قطر په غونډه کې په هېواد کې د جمهوري نظام دفاع کړې ده او دوی د هېواد ثبات او خیر غواړي.

ولسمشر غني په دې خبرو کې د نظام پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، افغانان باید فکري، هویتي، اقتصادي او سیاسي خپلواکي ولري چې د تلپاتې سولې او ثبات خاوندان شي.

د پخواني واکمن امان الله خان دورې ته په اشارې ولسمشر غني وویل، عصري کېدل په لباس کې نه بلکې په فکر کې دي، او دا یې ومنله چې پر لویدیځ لباس ټینګار د امان لله خان یوه تېروتنه وه.

ښاغلي غني وویل، د افغانستان قصرونه د دې لپاره بیا رغول کېږي چې دا ودانۍ د افغانستان د هویت او تاریخ نښې دي، او دښمنانو تل هڅه کړې چې د افغانانو هویت له منځه یوسي. نوموړي وویل، پر افغاني هویت پانګونه هماغومره مهمه ده لکه پر سړکونو او ودانیو پانګونه.

ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغانان او نړیواله ټولنه باید راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې جدي ونیسي او زیاته یې کړه چې اوس د افغانستان سیاسي لیدلوری بدل شوی او خلک خپل جمهوري حقونه پېژني.

په قطر کې د افغان طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو اتم پړاو دوه ورځې وړاندې پای ته ورسېد. دواړه خواو ویلي چې یوې وروستۍ هوکړې ته نږدې شوې دي.

وسله والو طالبانو او ان یو شمېر افغان سیاست والو بیا بیا په افغانستان کې له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو سره مخالفت کړی او دا پروسه د سولې په لار کې یو خنډ بولي.

د امریکا د حکومت دریځ په دې اړه ډېر روښانه نه دی او په ښکاره یې نه دي ویلي چې ټاکنې دې نه کېږي، خو داسې ښکاري چې له طالبانو سره د سولې هوکړه ورته لومړیتوب لري.

خو اروپایي ټولنې همدا پرون چارشنبه په یوه علامیه کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ملاتړ کړی او برتانیا هم نن پنجشنبه د دې ټاکنو لپاره مالي مرسته اعلان کړه.

پخپله ولسمشر غني هم بیا بیا د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کوي او وایي چې ټاکنې او سوله دوه جلا پروسې دي چې یو بل بشپړوي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-49363331

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading