بازتاب نیوز

مېلر:د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی

٢٥ زمری ١٣٩٨ طلوع نیوز

 

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر، په یوې خبرپاڼه کې «نیوز ویک رپوټ» چې امریکايي ځواکونو د طالبانو په واړندې خپل عملیات درولي دروي او هغه بې بنسټه بولي.

هغه زیاتوي چې په افغانستان کې د خپلو واکونو او عملیاتونو د بدلون لپاره هېڅ ډول حکم نه دی ترلاسه کړی.

د یکشنبې په ورځ «نیوز ویک» په یوې رپوټ کې ویلي چې په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو اترو د اتم پړاو له پای او په دغو خبرو کې له پرمختګ سره هم‎مهاله په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ په مشرۍ د طالبانو په وړاندې پوځي عملیاتو کې د پام وړ کموالی راغلی او یا هم درول شوي. 

په دغه رپوټ کې د ځينو امریکايي چارواکو په احواله ویل شوي چې د طالبانو په وړاندې د عملیاتو له کموالي موخه له افغانستانه د زرګونه امریکايي سرتېرو بلقوه وتلو لپاره چمتووالی دی. 

دغه چارواکي زیاتوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له وروستۍ کېدو سره په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر له ۱۴ زره ۶ زره ته به کم شي. 

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/afghanistan/%D9%85%DB%90%D9%84%D8%B1%D8%AF-%D8%A7%D9%85%D8%B1%DB%8C%DA%A9%D8%A7%D9%8A%D9%8A-%DA%81%D9%88%D8%A7%DA%A9%D9%88%D9%86%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D8%B9%D9%85%D9%84%DB%8C%D8%A7%D8%AA%D9%88-%DA%A9%DB%90-%D9%87%DB%90%DA%85-%DA%89%D9%88%D9%84-%D8%A8%D8%AF%D9%84%D9%88%D9%86-%D9%86%D9%87-%D8%AF%DB%8C-%D8%B1%D8%A7%D8%BA%D9%84%DB%8C

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading