بازتاب نیوز

اشرف غني: د طالبانو واکمنېدو سره افغانستان بېرته په شا ځي

٢٤ زمری ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني وايي، که طالبان بېرته پر افغانستان واکمن شي، هېواد به بېرته په شاتګ پيل کړي او ځان يې د پخواني پاچا امان الله خان د نیمګړي فصل پوره کوونکی بللی دی.

اشرف غني دا څرګندونې په ارګ کې د خپلواکۍ د سلمي کليزې د نمانځغونډې پر مهال کړي دي.

غني د امان الله خان دوره د افغانستان لپاره زرينه دوره بللې او ځان د هغه د فصل پوره کوونکی بولي.

اشرف غني وايي، د طالبانو راتګ سره به افغانستان په شا ولاړ شي او ادعا کوي، چې د ده په واکمنۍ کې افغانستان په پرمختګ روان دی، په داسې حال کې، چې د نړيوالو راپورونو له مخې د افغانستان اويا سلنه خاروه د طالبانو په واک کې ده، حکومت يوازې په ښارونو کې واکمن دی او په ښارونو کې هم ناامني ورځ تربلې په زياتېدو ده، د امریکا او نړيوالې ټولنې د تېرو اتلسو کلنو پر مهال د ميلياردونو ډالرو د مرستو سربېره د کابل حکومت په نړيواله کچه د فساد اول کتار کې دی او د دغومره پرېمانه مرستو سربېره تر اوسه په افغانستان کومه ستره کارخانه او زېربنا نه ده جوړه شوې.

د ګډ حکومت مشر د طالبانو د بېرته واکمنېدو مخالفت په داسې حال کې کړی، چې د افغانستان روانې کشالې د پای ته رسولو لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات روان دي او دواړه غاړې وايي، دغه خبرې تر ډېره نهايي شوي دي.

د ګډ حکومت چارواکو له تېرو څو کلونو راهيسې په خپلو رسمي څرګندونو کې له طالبانو د سولې غوښتنه کوله، خو اوس چې د افغانستان کشالې د پای ته رسولو لپاره د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې نهايي کېدونکي دي، د ګډ حکومت چارواکي د سولې د روانې پروسې او ممکنه هوکړې مخالفت کوي.

اشرف غني او ډله يې ټينګار کوي، چې لومړی بايد ولسمشريزې ټاکنې ترسره شي او تر هغه وروسته د سولې خبرې نهايي شي، خو د امریکا او نړيوالې ټولنې سربېره ډېری افغانان د سولې پروسه تر ټاکنو غوره بولي او د پخوا په څېر ټاکنو ته خوشبينه نه دي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/149866/%D8%A7%D8%B4%D8%B1%D9%81-%D8%BA%D9%86%D9%8A-%D8%AF-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88-%D9%88%D8%A7%DA%A9%D9%85%D9%86%DB%90%D8%AF%D9%88-%D8%B3%D8%B1%D9%87-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading