بازتاب نیوز

کابل ته د افغان حاجیانو لومړۍ جوپه او حکومت ته یې ګیلې

٢٥ زمری ١٣٩٨ بی بی سی

په پام کې ده چې د افغان حاجیانو لومړۍ جوپه نن د جمعې په ورځ "۱۶م د اګسټ" له سعودي عربستان څخه کابل ته راستنه شي. سږ کال شاوخوا نږدې دېرش زره افغان حاجیان سعودي عربستان ته د حج د ادا کولو لپاره تللي دي.

هېواد ته د هغوی راتګ داسې مهال پیلېږي چې ګڼو حاجیانو سعودي کې د نامناسبه خوړو، ناسم هستوګن ځایونه او د روغتیایي خدمتونو له ټیت کیفیت څخه شکایت کړی.

د تدارکاتو ملي ادارې چې سږ کال یې د حج مراسمو چارې تنظیم کړې وې، ویلي د حاجیانو دا شکایتونه به وڅېړل شي او هغو شرکتونو ته به سزا ورکړل شي چې د هوکړو د غوښتنو سره سم یې افغان حاجیانو ته خدمتونه نه وي کړي.

داسې برېښې چې سږ کال لږترلږه د تېرو څو کلونو په پرتله په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو ستونزې ډېرې دي، یو شمېر حاجیانو خپلې ستونزې د خواله رسنیو له لارې تر نورو رسولي دي. خو حکومتي چارواکي بیا د دې نیمګړتیاوو مسولیت پر یو او بل اچوي.

''حج ته د افغانانو لېږلو لګښت ۳۰ سلنه لږ شوی''

افغان حکومت سعودي ته د کارګرو په اړه پلاوی لېږي

د حج سږني مراسم

د ملي تدارکاتو کمېسیون وايي، ډېرې نیمګړتیاوې د حج او روغتیا وزارتونو پورې تړاو لري، د حج او اوقافو وزارت چارواکي بیا وايي، حاجیانو ته د اسانتیاو چمتو کولو قرادادونه د تدارکاتو د کمېسیون له خوا شوي او دا وزارت یې یوازې د عملي کولو مسولیت پر غاړه لري.

د تدارکاتو د ملي کمېسیون د اړېکو د څانګې مشر رامین ایاز بي بي سي ته ویلي، له هغو شرکتونو سره به قانوني چلند کېږي چې حاجیانو ته یې د اسانتیاوو په برابرولو کې کار نیمګړی و.

د ښاغلي رامین په وینا د حج د بهیر په پای کې به ټاکل شوی پلاوی ولسمشر ته خپل راپور وړاندې کوي او د هغې په رڼا کې به نور ګامونه پورته کېږي."همدا اوس هم د ملي تدارکاتو اداري پلاوی هلته څارنه کوي، هغوی ګوري چې کومو برخو کې قرادادیانو خپل کارونه نه دي ترسره کړي. کله چې دا څارنه پای ته ورسېږي، هغه شرکتونه او قرادادیان چې سرغړونه یې لږ کمه ده جریمه کېږي او هغه چې زیات دی او حاجیانو ته یې زیاتې ستونزې پیدا کړي هغوی به په محروم شي."

د حاجیانو شکایتونه په لاندې ډول ده:

ناسم خواړه.

ناسم ټرانسپورټ.

د اوسېدو ناسم ځای.

او نامناسب روغتیايي خدمتونه، تمه ده نن د جمعې په ورځ "۱۶م د اګسټ" افغانستان ته د افغان حاجیانو د بېرته راستېدو لړۍ پیل شي.

د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، تراوسه اته تنه افغان حاجیان د حج په سږني مراسمو کې په خپل طبیعې مرګ مړه شوي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزیر؛ پاچا سلمان بن عبدالعزیز ته ویلي، د حج دا مراسم له کومې لویې امنیتي او روغتیايي پېښې پرته ترسره شوي دي.

په دې راپور کې راغلي دي، د حج په سږنیو مراسمو کې نږدې دوه مېلیونه او دوه نیم لکه کسانو برخه لرله چې له ډلې یې کابو دېرش زره افغانان وو.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-49366922

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading