د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن د ( اسد ۲۵) له خپلو امنيتي لوړپوړيو چارواکيو سره د افغانستان او له طالبانو سره د سولې خبر اترو په تړاو بحث وکړي.

سي ان ان ټلويزيوني شبکې په">

بازتاب نیوز

ټرمپ د افغانستان په اړه له خپلو لوړپوړيو امنیتي چارواکو سره بحث کوي

٢٥ زمری ١٣٩٨ سلام وطندار

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن د ( اسد ۲۵) له خپلو امنيتي لوړپوړيو چارواکيو سره د افغانستان او له طالبانو سره د سولې خبر اترو په تړاو بحث وکړي.

سي ان ان ټلويزيوني شبکې په خپل راپور کې ليکلي چې ياده ليدنه به د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو، د ملي امنيت سلاکار جان بولټون، د دفاع وزير مارک سپر او د پوځ له لوی درستيز جنرال جوزف ډانفورډ سره ترسره شي.

د ياد راپور پر بنسټ په دې ليدنه کې به د افغان سولې په اړه چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد يې په اړه څو مياشتې کار کړی، بحث وکړي.

سي ان ان ته ځينو سرچينو ويلي، د سولې د هوکړې له مخې به له افغانستانه د امريکايي سرتېرو ډېر شمېر ووځي چې په دې سره به د دوی د ځواکونو شمېر له ۱۴ زرو نه ۸ یا ۹ زرو ته کم شي.

يادې رسنۍ همداراز د سرچينو له قوله ليکلي چې ټاکل شوې د امريکا او طالبان استازيو ترمنځ د سولې هوکړه ليک د اګسټ مياشتې په نولسمه نېټه چې د اسد مياشتې اته ويشتمې نېټې سره برابره ده، يعنې تر راتلونکو درې ورځو پورې لاسليک شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې په اړه خبرې اترې تېر کال تلې مياشت کې په قطر کې د امريکا او طالب استازيو ترمنځ پيل شوې چې د دې خبرو اترو اتم پړاو تېره اوونۍ په دوحه کې پای ته ورسېد.

اصلي اړیکې: http://swn.af/pashto/Article.aspx?a=49485

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading