بازتاب نیوز

په کابل کې چاودنې د واده د مراسمو ۲۴۵ ګډونوالو ته مرګ و ژوبله اړولې

٢٧ زمری ١٣٩٨ آریانا نیوز

د کابل ښار د شپږمې ناحیې د اړوند سیمې د ودونو په یوه تالار کې چاودنې لږ تر لږه له ۶۳ کسانو خوږ ژوند اخیستی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، چې تېره شپه ۱۰:۴۵ د کابل ښار د لویدیځې څنډې د (شهردبۍ) د ودونو په تالار کې چاودنه رامنځته شوې ده. ویل کیږي، چې یو ځانمرګي برید ګر خپل چاودیدونکي توکي د دغه تالار د میلمنو تر منځ چولي، چې د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې په کې ۶۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸۲ نور ټپیان دي.    ښاغلي رحیمي زیاته کړې، چې په قربانیانو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شته. تر دې دمه کومې ډلې او یا کس د دې برید مسوولیت پرغاړه ندی اخیستی او طالبانو هم دا برید غندلی دی. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل یوه تویت کې په ډاګه کړې، چې دغه ډول وحشیانه قصدې وژنې او ښځې او ماشومان په نښه کول هیڅ ډول توجیه او جواز نلري.  د ولسمشضرغني په ګډونو د ملي وحدت حکومت مشرانو، امنیتي بنسټونو، یوناما او په کابل کې د امریکا سفیر جان بس دغه پېښه په سختو تکو کې غندلې ده. د چاودنې پر مهال لږ تر لږه ۱۰۰۰ میلمانه د یاد هوتل د واده مراسمو ته راغلي وه. د یادونې ده، چې د دغې پېښې ټول قربانیان نن یکشنبه( د زمري ۲۷) یو ځای خاورو ته سپارل کیږي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/uu-uoo-252/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading