بازتاب نیوز

روحانی: ټرمپ سره نه‌ګورم، څو پر تهران ټول بندیزونه لیرې نه‌کړی

٦ وږی ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

د ایران حکومت ویلی چې له امریکا سره به تر هغه وخته چې پر تهران خپل ټول بندیزونه لیرې کوی، ونه‌ګوری. تر دې وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلی و چې په مناسبو شرایطو کې له روحانی سره خبرو ته تیار دی. د ایران ولسمشر حسن روحانی پرون د اګسټ په ۲۷مه، په ټلوېزیونی وینا کې وویل چې هېواد یې تیار دی چې خبرې وکړی، خو لومړی باید امریکا خپل ټول غیر قانونی، غیر عادلانه او غیر مناسب بندیزونه لیرې کړی. روحانی ټینګار کړی چې هېواد یې هېڅکله هم اټمی وسلې نه‌دی غوښتی او که چېرې د ایران ګټې خوندی نه‌شی، له هغو مسئولیتونو به اوږه سپکه کړی چې په ۲۰۱۵ میلادی کال کې د اټمی موافقې پر اساس‌یې لری. The post روحانی: ټرمپ سره نه‌ګورم، څو پر تهران ټول بندیزونه لیرې نه‌کړی appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

اصلي اړیکې: https://kandahar-tv.com/1398/06/روحانی-ټرمپ-سره-نه‌ګورم،-څو-پر-تهران-ټ/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading