بازتاب نیوز

د بخښنی نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتی،چی د پښتنو له ځپلو لاس واخلی

٢٨ تله ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

وروسته له هغه ،چی په پاکستان کی د پښتنو په وړاندی حکومت کرکجن او بشر ضد کړنی پیل کړې او د پښتنو زیات شمېر مدافعین یې ونیول د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه وغوښتل چې د پښتنو د حقونو د مدافعانو ځپل پای ته ورسوی. د بښنې د نړیوال سازمان د جنوبی اسیا د څانګې مرستیال عمرواړایچ له اسلام اباده غوښتی چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر وړاندې ځپونکی اقدامات باید پای ته ورسوی. نوموړی ویلی چې د دې غورځنګ ټول توقیف شوی غړی او نور سوله ییز فعالان باید سمدستی خوشې شی. باید وویل سی،چی پاکستان کی په زیات شمېر پښتانه په یوه او بل نوم د حکومت لخوا زندانونو ته اچول کیږی او د ډېرو د ژوند او مرګ معلومات هم نسته. The post د بخښنی نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتی،چی د پښتنو له ځپلو لاس واخلی appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

اصلي اړیکې: https://kandahar-tv.com/1398/06/د-بخښنی-نړیوال-سازمان-له-پاکستانه-غوښت/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading