بازتاب نیوز

پاکستان کی بس چپه سوی،چی ۲۲ مسافر پکښی وژل سوی

٣١ وږی ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

په پاکستان کې؛د یوه بس د چپه کېدو له امله ۳۷ مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده د راپورونو له مخې بس ډوله موټر چې راولپېنډۍ ته پر لاره و، په غرنۍ سیمه کې د تخنیکی ستونزې له امله له مسیر وتلی او کندې ته لوېدلی دی. په پېښه کې ۲۲ مسافر وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان دی. ځایی پولیس وایی چې په دغه مسافر وړونکی موټر کې تخنیکی ستونزه رامنځ ته شوې او له امله یې موټر کندې ته لوېدلی دی. سرچینې وایی سیمه غرنۍ ده، نو ځکه د ژغورلو عملیات هم له ستونزو سره مخ شوی وو. په پاکستان کې غرنۍ لارې ډېرې دی چې تر ډېره په معیاری توګه نه دی جوړې شوې نو له امله یې وخت ناوخت ددغه ډول پېښو راپورونه ورکول کېږی The post پاکستان کی بس چپه سوی،چی ۲۲ مسافر پکښی وژل سوی appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

اصلي اړیکې: https://kandahar-tv.com/1398/06/پاکستان-کی-بس-چپه-سوی،چی-۲۲-مسافر-پکښی-و/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading