بازتاب نیوز

ټرمپ: امریکا د پاکستان سره ښه چلند ندی کړی

٢ تله ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

د امریکا ولسمشر د پاکستان د صدراعظم سره ملاقات کړیدی او دغه مهال دواړو مشرانو د افغانستان او کشمیر برسیره د تجارتی اړیکو په زیاتولو ټینگار کړیدی. ولسمشر ټرمپ د عمران خان سره د ملاقات نه مخکې خبریالانو ته وویل چې د امریکا پخوانی ولسمشرانو د پاکستان سره ښه چلند ندی کړی. هغه وویل: “زما ځای ناستو د پاکستان سره ښه چلند نه دی کړی، زه دا نه وایم چې پاکستان زمونږ سره ښه سلوک کړیدی خو باید د هغې یو څه علت و، په اصل کې د هغې علت و.” ولسمشر پدی موخه خبریالانو ته دا هم وویل چې د عمران خان سره به د افغانستان، طالبانو او تجارت په موضوع خبرې وکړی. ولسمشر ټرمپ وویل چې هغه د عمران خان او د هند د صدراعظم نریندر مودی سره ښې اړیکې لری او که دغه دواړو مشران وغواړی نو د کشمیر د مسلې د حل لپاره منځګړیتوب ته چمتو دی. د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ د سپتمبر په ٢١ د امریکا د ټیکساس په ایالت کې د ولسمشر نریندر مودی سره یو ځاې یوې غونډې ته وینا وکړه. دغه مهال نریندر مودی پاکستان یو ترهګر هیواد وباله. عمران خان د امریکا نه غوښتی دی چې پداسې حال کې چې هند د کشمیر په اړه خبرې نه کول غواړی نو امریکا دې د خپل قدرت نه استفاده وکړی او د دغه مسلې د حل لپاره دې هند خبرو ته اماده کړی. The post ټرمپ: امریکا د پاکستان سره ښه چلند ندی کړی appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

اصلي اړیکې: https://kandahar-tv.com/1398/07/ټرمپ-امریکا-د-پاکستان-سره-ښه-چلند-ندی-ک/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading