بازتاب نیوز

عمران خان: پاکستان القاعده، طالبان او نوری ترهګری ډلی روزلی دی

٣ تله ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

 پاکستان لومړی وزیر عمران خان اعتراف وکړ، چې د پاکستان پوځ او آی آېس آی د القاعدې په ګډون هره ترهګره ډله روزلې او د ځان په ګټه یې کار ترې اخېستی دی. عمران خان چې دوشنبه یې د نیوریاک د بهرنیو اړیکو په شورا کې خبرې کولې وویل: «د پاکستان پوځ او آی اېس ای القاعده، طالبان او نورې ترهګرې ډلې روزلې دی او همدارنګه په افغانستان کې د جګړې او کړکېچ د رامنځته کولو لپاره یې هم ترهګرو ډلو ته روزنه ورکړې او دغه هېواد ته یې استولې دی.» ده وویل، چې په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره د پاکستان پوځ او آی اېس پوره اړیکې درلودې، روزلې یې او د جګړې لپاره یې دغه هېواد ته استولې. همدارنګه نوموړی زیاته کړه، چې پاکستان په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره پوره اړیکه درلوده او باید چې ورسره په اړیکه کې هم وای؛ ځکه دغه ډلې یې روزلې وې. دغه راز عمران خان وویل: «کله چې موږ د دغو ډلو پروړاندې ۱۸۰ درجې بدلون وکړ او په ځپلو پسې یې راووتو؛ نو هېڅوک له موږ سره موافق نه و؛ حتا د پوځ په دننه کې یو شمېر کسانو نه غوښتل چې دوی دې وځپل شی، چې له همدې امله په خپله د پاکستان په داخل کې برېدونه رامنځته شول.» همدارنګه د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د پوښتنې په توګه وویل، چې آیا داسې کوم پاکستانی شته، چې ووایی اسامه بن لادن د دغه هېواد په ابېټ آباد کې څرنګه ژوند درلود او څنګه اوسېده؟ خان زیاته کړه، د پاکستان لویه تېروتنه دا وه، چې د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته د تروېزم ضد جګړې په برخه کې د امریکا له متحده آیالتونو سره یوځای شو. نوموړی وویل: «په دغه جګړه کې ۷۰۰۰۰ پاکستانیان ووژل شول، ځینې اقتصاد پوهان وایی، چې موږ ۱۵۰ میلیارد ډالر درلود او ځینې بیا وایې چې ۲۰۰ میلیارد ډالر اقتصادی زیان مو کړی دی.» دې وایی، په دې ټولو سره یې سره ګناهکار وبللم او ټولې پړې یې په ما را وا چولی. عمران خان داسې مهال د القاعده، طالبانو او نورو ترهګریزو ډلو د روزنې او له دغو ډلو نه د پاکستان په ګټه د استفادې اعتراف کوی، چې افغان حکومت له تېرو اتلسو کلونو راهیسې په وار وار د ښکاره ثبوتو پر بنیاد ویلی چې پاکستان یادې ترهګرې ډلې روزی او په افغانستان کې د خپلو ګټو په موخه جګړه پرې کوی. The post عمران خان: پاکستان القاعده، طالبان او نوری ترهګری ډلی روزلی دی appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

اصلي اړیکې: https://kandahar-tv.com/1398/07/عمران-خان-پاکستان-القاعده،-طالبان-او-ن/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading