بازتاب نیوز

په عراق کې د مظاهرو پر مهال د وژل شويو کسانو شمېر ٩٣ ته رسېدلى

١٤ تله ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

د عراق په پارلمان کې د بشري حقونو کمېسيون نن وويل چې په بغداد او د عراق د جنوب په نورو ښارونو کې د مظاهرو پر مهال د وژل شويو کسانو شمېر ٩٣ ته رسېدلى دى. دا په داسې حال کې ده چې په دغه هېواد کې ناکراري پنځمې ورځې ته ورسېدله. کمېسيون وايي، د اوزګارتيا، کمزورو عامه خدماتو او پراخ اداري فساد له کبله په دغو مظاهرو کې چې تېره سې شنبه پيل شوې، نږدې ٤٠٠٠ کسان ټپيان شوي دي. د عراق چارواکو انټرنټي خدمات بلاک کړي او په جنوبي ولايتونو کې د مرګ ژوبلې شمېر سوکه تأييدوي. د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي پرون په يوه ټلويزيوني وينا کې ژمنه وکړه چې د مظاهره چيانو برحقې غوښتنې به منل کېږي. خو صدراعظم دا خبردارى هم ورکړ چې د عراق د ستونزو لپاره کوم جادويي حل نه شته. The post په عراق کې د مظاهرو پر مهال د وژل شويو کسانو شمېر ٩٣ ته رسېدلى appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

اصلي اړیکې: https://kandahar-tv.com/1398/07/په-عراق-کې-د-مظاهرو-پر-مهال-د-وژل-شويو-کس/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading