بازتاب نیوز

مخالفو وسله‎‌والو د برېښنا پایه الوزولې

١٧ تله ١٣٩٨ طلوع نیوز

د پروان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي د دولت مخالفو وسله‌والو لخوا له تاجکستانه د وارېدېدونکې برېښنا پایه د دغه ولایت سالنګ ولسوالۍ کې په بمونو الوزولې ده.

دغه چارواکي چهارشنبې(د تلې په ۱۷مه نېټه) وايي دغه پایه د سالنګ ولسوالۍ په قلاتک سیمه کې د شپې دوه بجې الوزول شوې ده او له کبله یې د کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا او یو شمېر نورو ولایتونو برېښنا پرې شوې.

د پروان د والي ویانده، وحیده شهکار څرګندوي چې له تاجکستانه وارېدېدونکې برېښنا پایې له برېښنا نه د هېواد مرکزي او سویلي ولایتونه برخه من وو.

نوموړې زیاتوي چې د برېښنا شرکت عملیاتي ډله سیمې ته رسېدلې او ډېر ژر به برېښنا بیا ونښلوي.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/index.php/pa/afghanistan/مخالفو-وسله‎والو-د-برېښنا-پایه-الوزولې

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading